د افغانستان لپاره د اروپايي تولنې ځانګړی استازی رونالډ کوبیا، کابل ته د خپل لومړني سفر په لړ کې وايي چې اروپايي ټولنه په افغانستان کې د سولې د راوستو لپاره د سیمې او نړۍ په کچه د اجماع د جوړېدو په هڅه کې ده.
هغه د نړۍ او سیمې هېوادونو ته سپارښتنه کوي چې په افغانستان کې د سیالۍ پر ځای باید له دغه هېواد سره د مرستې په فکر کې وي.
رونالډ کوبیا زیاته کړه:«زما ماموریت دا دی چې د افغانستان د سولې په تړاو د سیمې او نړۍ په کچه یوه اجماع رامنځته کړم. د سیمې ځینې هېوادونه شته چې د افغانستان د سولې له بهیر سره مرسته کوي. هڅه کوي چې ټولې هڅې منظمې کړي نو له همدې امله د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو سره هم مشوره کوو ترڅو یوه حل لاره پيدا کړو.»
د اروپايي ټولنې دغه استازی په دې اند دی چې په افغانستان لومړی باید ملت جوړونې ته کار وشي هغه روښانه کړه:«ما په جګړه ښکېلو هېوادونو کې له کار څخه تجربه اخیستې، خلک په دې باور وي چې سوله راتلونکې ده او هیله من وي او دغې هیلې ته د رسېدو لپاره، په بېلابېلو برخو کې باید نوښتونه رامنځته کړي.»
په همدې حال کې د سولې عالي شورا او حکومتي چارواکي د سولې د خبرو اترو د پيل د هڅو خبرې ورکوي.
د سولې د عالي شورا مرستیاله حبیبه سرابي وايي:«له شکه پرته د سولې د خبرو اترو لپاره هیلې شته او هېڅکله د افغانستان خلک دې نه نهیلې کېږي، موږ له خپلو دغو هڅو څخه نه ستومانه کېږو.»
د اجرائیه رییس د ویاند مرستیال جاوېد فیصل په دې اړه څرګنده کړه:«له طالبانو سره سوله له دې کبله پایله نهلري چې هغوی د سولې پر خبرو باور نهلري.»
د افغانستان لپاره د اروپايي ټولنې ځانګړی استازی، د افغانستان د اوضاع د ښهوالي لپاره د افغانستان په اړه د امریکا له نوې تګلاره،خوښ ښکاري، خو له نړیوالۍ ټولنې غواړي چې په افغانستان کې باید سیالي ونه کړي او له دغه هېواد سره یوازې د مرستې په موخه خپل مأموریتونه په مخ یوسي.