Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

عباس ستانکزی: له امریکا سره د سولې هوکړه تاریخي ده

د طالبانو مرکچي پلاوي غړی، شېرمحمد عباس ستانکزي شنبې(د کب په ۱۰مه) د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړې شېبه د افغانستان لپاره تاریخي وبلله او زیاته یې کړه چې دغه هوکړه امریکا او ناټو دې ته ملزم کوي چې راتلونکو څوارلسو میاشتو کې له افغانستانه خپل ځواکونه وباسي.

ستانکزي په دې اړه وویل:«نن د افغانستان په تاریخ کې یوه تاریخي ورځ وه، له ۲۰ کاله جګړې وروسته چې پر افغانانو تپل شوې وه، امریکايي او د ناټو ځواکونو پر افغانستان برید وکړ او افغانستان یې غیرقانوني اشغال کړ، نن د افغانستان اسلامي امارت او امریکا لخوا هوکړه وشوه، چې څوارلسو میاشتو کې به ټول بهرني ځواکونه ـــ د ناټو او امریکا ځواکونه باید له افغانستانه ووځي.»

هغه وړاندې وویل له هوکړې لس ورځې وروسته د روان زیږدیز کال د مارچ په لسمه نېټه به د افغانانو ترمنځ خبرې اترې پیل شي په داسې حال کې چې افغان حکومت ۵زره طالب بندیان ازاد کړي.

ستانکزي زیاته کړه چې د افغان حکومت زر تنه بندیان به هم د طالبانو له بنده خوشې کړل شي.

د طالبانو دغه غړي راتلونکو لسو ورځو کې د دوی د ۵زرو زندانیانو په تړاو د پوښتنې په ځواب کې وویل چې امریکا ورسره ژمنه کړې، څو دا زندانیان خوشې کړي.

هغه بیان کړه:«دا هوکړه امریکایانو له موږ سره وکړه، موږ هوکړه لیک کې دا لیکلي دي، پر دې کار هم شوی دی، د امریکایانو ژمنه دا ده چې د مارچ تر لسمې پورې دا کار وشي.»

د طالبانو د سیاسي دفتر مرستیال د دې پوښتنې په ځواب کې چې آیا راتلونکو ورځو کې به هم د تاوتریخوالیو کمښت دوام ولري، څرګنده کړه د مارچ میاشتې په پیل کې به د امریکا او طالبانو ترمنځ جګړه صفر شي.

هغه زیاته کړه چې د افغان ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې پر پایته رسولو به د افغانانو ترمنځ خبرو کې پرې بحث وشي.

ستانکزي همداراز د راتلونکي حکومت په تړاو وویل چې په دې تړاو به د افغانانو ترمنځ خبرو کې مشورې وشي، خو زیاته یې کړه ښه دا دی، داسې حکومت دې رامنځته شي، چې د ټولو په خوښه وي.

نوموړي د ښځو د حقونو په تړاو وویل چې«د اسلامي ارزښتونو او افغاني فرهنګ له مخې به د ښځو او ماشومانو حقونو ته درناوی وکړي.»

د امریکا متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه تېره ورځ(شنبې د کب په ۱۰مه نېټه) د افغان سولې لپاره د امریکا متحده ایالاتو ځانګړي استازي، زلمي خلیلزاد او د طالبانو د ډلې سیاسي مرستیال، ملابرادر ترمنځ لاسلیک شوه.

د هوکړې د لاسلیک مراسم، په مشهور "شیرینټن" هوټل کې ترسره شول. دغو مراسمو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزیر په ګډون د ۳۰ هېوادونو بهرنیو چارو وزیران او د نړیوالو بنسټونو استازي وربلل شوي وو.

دغه هوکړه د تاوتریخوالي د کمښت له یوه "اووه ورځني پېر" وروسته لاسلیک کېږي. دغه پېر چې د افغانستان په جګړه کې د طالبانو د مدیریت لپاره د توانمنۍ ثابتولو لپاره یوه ازمایښتي دوره وه، نن شپه پای ته ورسېده.

ټاکل شوې د دولسو ورځو په اوږدو کې د طالبانو او افغانانو ترمنځ د سولې خبرې پیل شي.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه یوه مقدمه او درې برخې لري؛ لومړۍ برخه کې له افغانستانه د بهرنیو ځواکونو وتو ته ځانګړې شوې، دوهمه برخه یې هم د امریکا متحده ایالاتو او متحدین پر ضد یې د افغانستان د خاورې نه کارول او دریمه یې هم دا چې هوکړه باید پلې شي.

ستانکزي زیاته کړه چې د هوکړې له مخې د افغانستان خاوره به د هېڅ هېواد پر ضد نه کارول کېږي

شریک یي کړئ