د طلوع نیوز د خبریال او تصویر اخیستونکي، صمیم فرامرز او رامز احمدي د فاتحې مراسم نن (جمعه د وږي په ۱۶ مه) په پغمان او مکروریانو کې ترسره شول.
د کابل یو ډېر شمېر اوسېدونکي، فرامرز او احمدي خپلوانو او ملګرو په دغو مراسمو کې ګډون کړی وه او د هغوی روح ته یې دعا وکړه.
د دین ځينې عالمانو چې په دغو مراسمو کې یې ګډون کړی وه، په هېواد کې د ولسي وګړو په نښه کول د دیني او اسلامي لارښونو سره په ټکر کې بولي او په هېواد کې پر وژنو پر درېدو ټینګار کوي.
د دین یو تن عالم احمد رشاد خان مموزی وايي:«په هېڅ دین کې، په هېڅ مذهب کې د انسان وژنه، د هېڅ ژوندي شي وژل جایز نه دي.»
د فرامرز او احمدي خپلوان د دغو دوو ځوانانو د خاطرو او هیلو یادونه کوي.
د صمیم فرامرز د ماما زوی سهیل وايي:«صمیم فرامرز یو با استعداده ځوان وه او باور مې نه کېږي چې هغه دې د تل لپاره تللی وي.»
د رامز ورور هارون هم وویل:«ویل یې چې زه د پارلمان وکیل کېږم، هر څه یې خوشي کړل او ولاړ، ملا یې را ماته کړه.»
له دې سره جوخت په دغو مراسمو کې ځینې پوځیان او سیاستوالان حکومت د هېوادوالو د امنیت په خوندیتوب کې د پروګرام په نشتوالي او ناکامۍ تورنوي.
د کورنیو چارو وزارت پخوانی مرستیال ایوب سالنګي څرګنده کړه:«د افغانستان ملي امنیت باید ځان ډېر فعال کړي، کله چې دښمن له خپلو مرکزونو حرکت کوي کهچېرې موږ هغه تر خپل پوښښ لاندې ولرو کولای شو چې مخه یې ونیسو.»
په ورته وخت کې په یو شمېر ولایتونو کې هم د دوهمې تورې چهارشنبې د قربانیانو روح ته د دعا او فاتحې مراسم ترسره شول.