Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د عدلیې وزیر:زورواکي لا هم دولتي ځمکې غصب وي

د عدلیې وزیر عبدالبصیر انور وايي چې د زورواکو له خوا د ځمکو غصب د افغان حکومت لپاره یو ستره ننګونه ده او ځينې زورواکي تراوسه هم د دولتي ځمکو غصب ته دوام ورکوي.

ښاغلي انور چې نن د عدلیې وزارت د درې کلن فعالیت په اړه په خبري ناسته کې خبرې کولې وویل چې د ځمکې له غاصبینو سره مبارزه په تېرو درې کلونو کې د عدلیې وزارت یوه لاسته راوړنه ده.

بل لور هغه زیاتوي چې د ۳۶ زره جریبه دولتي ځمکو د غصب مخنیو یې کړی دی.

د عدلیې وزیر څرګنده کړه:«د ملي یووالي حکومت په درې کلونو کې، ۳۶ زره جریبه ځمکو له غصب څخه مخنیوی شوی او دولتي شتمنیو په برخه کې د محاکمو وروستۍ پرېکړې یې ترلاسه کړي دي. د سلګونو دوسیو وروستۍ پرېکړه محاکمو د دولت په ګټه صادره کړې ده او ۶۰۹ مېلیونه ډالر او څه باندې دوه مېلیارده افغانۍ او ۱۳ زره یورو په ارزښت له نورو جایدادونو څخه دفاع شوې ده.»

په همدې حال کې د افغانستان د قانون جوړونې انسټېټیوت مرستیال اشرف خان غظیمي وایي د قانون د وضع کېدو په برخه کې د پرمختیاوو یادونه کوي او وايي چې د شتمنیو د ثبت قانون کولای شي د اداري فساد د مخنیوي په برخه کې اغېزناک وي.

هغه په دې اړه وول:«د شتمنیو د ثبت قانون چې د اداري فساد په مخنیوي کې کولیا شي بنسټیزه ونډه ولري چې له هغه سره په نېښلېدو سره کولای شو د اداري فساد ستر جرمونه کشف او تعقیب او د هغه عدلي څېړنه مساعده شي.»

په همدې حال کې د ولسي جرګې ځینې غړي د زورواکو له لورې د ځمکو غصب جدي ننګونه بولي او پر مخنیوي یې ټینګار کوي.

د ولسي جرګې غړی رمضان بشردوست په دې اړه وايي:«که‎چېرې واقعیتونه او حقایق وویل شي زه باور لرم چې د عدلیې وزارت مشرتابه کدرونه او هم ښايي د پارلمان مشرتابه کدرونه په څرخي پله کې له یو بل سره وویني.»

کلونه کېږي چې د ځمکو غصب، د حکومت پر وړاندې جدي ننګونه ده. له دې سره د خلکو نیوکه هم داده، چې حکومت تر اوسه، د زورواکو له لورې د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره اغېزناک پروګرامونه نه لري.

شریک یي کړئ