په غور ولایت کې د پولیسو له نشهيي توکو سره د مبارزې مدیر، نورالدین شریفي د ناپېژاندو وسلهوالو لخوا وژل شوی دی.
د دې ولایت امینتي چارواکي وايي چې نوموړی شنبې( د زمري۱۴مه وژل شوی دی.
د پولیسو ویاند، محمداقبال نظامي څرګندوي، نوموړی هغهمهال د دوو موټرسایکل سپرو کسانو لخوا په نښه شوی چې له دفتر څخه د کور پر لور روان وه.
ښاغلي نظامي وايي چې برید کوونکي له سیمې په تېښته بریالي شوی دي، خو د نویولو په موخه یې پولیسو پلټنې پیل کړې دي.
د پېښې په اړه نور جزئیات نه دي ورکړل شوي.
د برید مسوؤلیت چا پرغاړه نه دی اخیستی.