فرخنده یو کال مخکې د کابل په زړه کې د قران کریم د سوځولو په تور د یو شمېر کسانو لخوا ووژل شوه.
د ښځو د حقونو فعالین او یو شمېر نور کسان راغونډ شوي او یو ځل بیا د فرخندې په اړه پر بې عدالتۍ او د نوموړې قاتلینو ته په سزا ورکولو کې پر بې پامۍ اعتراض کوي.
د ملي پیوستون ګوند غړې سیلۍ غفار په دې اړه وویل:"کهچېرې د فرخندې وژونکو ته سزا ورکړل شوې وای رخشانه نه سنګسارېده او په لسګونې نورې پېښې نه رامنځته کېدې".
په دې ځاي کې د ښځو په وړاندې د تاوتریخوالي د زیاتوالي په تېره بیا د فرخندې د وژلو او سوځولو په اړه اعتراضي سندرې هم اورېدل کېږي.
د پوهنتون استاد سیف الدین سیحون په دې اړه وویل: "تمه مو لرله چې د افغانستان محکمو او قضايي بنسټونو عادلانه پرېکړه ونه کړه؛خو دغو ادارو سلیقهيي چلند وکړ".
په دغو مراسمو کې له هیواده بهر د ښځو د حقونو یو شمیر فعالینو هم ګډون درلود او د فرخندې لپاره یې د عدالت غوښتنه وکړه.
په سویډن کې د ښځو د حقونو په برخه کې فعالي لیلا قرايي څرګنده کړه: "د فرخندې وژنې ټول ولړزول،ځکه چې ډېر وحشتناکه وو.ښځو په افغانستان او بهر کې ډېرې نیوکې وکړې".
یو شمېر میندې چې په دې ځاي کې راټولې شوې د فرخندې د وژلو عاملینو ته د سختې سزا غوښتنه کوي.
داسې باور کېږي که د فرخندې د وژلو عاملینو ته سزا ورکړ شوې واي رخشانه به نه وه سنګسار شوې او په هېواد کې به په لسګونه نورې پېښې نه واي شوې.
په دې اړه مو اندونه