د خوست د قلندرولسوالۍ ولسوال طالبان ډېر پاک انسانان بولي او وایي په دغه ولسوالۍ کې د حکومت حاکمیت نشته دی.
د قلندر ولسوال، وريښمینګل بشر زیاتوي چې یاده ولسوالي ټوله د طالبانو په لاس کې ده، او دی د دې ولسوالۍ چاری په خوست ښار کې له څوکانټینرونو څخه پر مخ وړي.
ښاغلی بشر وړاندې وايي:«هلته دوی(طالبان) هم ولسوال دي؛ هم قومندانان او هم پوځيان؛ طالبانو ته سلام، دوی ډېر پاک خلک دي.»
په همدې حال کې د چارو اداره وایي چې د قلندر ولسوالۍ ولسوال به ترقانوني څار لاندې ونیول شي.
د یادي اداري ویانده، منیره یوسفزاده څرګندوي:«د سیمهييزو ارګانونو خپلواکه اداره به د قلندر له ولسوال سره قانوني چلند وکړي.»
د خوست ولایتي شورا غړی، قدیم افغان هم تائیدوي چې په قلندر ولسوالی کې دولت حاکمیت نه لري، زیاتوي، کوم ځای کې دولت شتون ونه لري هلته د جګړې راپورونه هم نه وي
د خوست د والي ویاند، مبارز ځدراڼ وايي:«فکر نه کوم چې زموږ ولسوال دې دا خبره کړي وي چې یاده ولسوالۍ د حکومت په ولکه کې نه ده؛ ښايي موخه یې دا وي چې اوس یې ودانۍ په مخکني موقعیت کې نه ده.»
د خوست ولایت قلندر ولسوالی شمال لورته پرته ولسوالی ده چې د مرکز څخه شاوخوا ۴۰ کیلو میټره لرې پرته ده ۱۴ کالو راهسې دغه ولسوالی د یو څو کانترونو څخه د خوست مرکز څخه اداره کیږي.