د لوګر ولایت ځایي چارواکي د سېشنبې په ورځ وايي چې د لوګر ولایت د پولیسو د قوماندانۍ د ودانۍ په منځ کې د برید کوونکو او پولیسو تر منځ نښتې کې ۱۰ تنه پولیس وژل شوي او ۸ تنه نور ټپيان شوي دي.
د لوګر ولایت د سرپرست ویاند دین محمد دروېش وايي چې ۴ برید کوونکي کسان نن د ۱۲:۰۰ بجو په شاوخوا کې د پولیسو د جامو سره د لوګر ولایت د پولیسو قوماندانۍ ته ننوتل او یو بل برید کوونکي د ځان سره شته چاودېدونکو توکو ته د خوراک ځای په منځ کې چاودنه ورکړه.
هغه زیاته کړه چې یو بل بلواګر د امنیتي ځواکونو سره د ۲ ساعتونو نښتې وروسته ووژل شو.
هغه په اوږدو کې وویل چې د دغې پېښې د ټپيانو وضعیت د اندېښنې وړ دی.
طالبانو د دغه برید پړه پر غاړه اخیستې ده.
په دې اړه مو اندونه