Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د لویې جرګې ګډونوالو د امنیتي تړون د لاسلیکیدو ملاتړ وکړ

د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د ۳۱ ماده يي پریکړه لیک په صادرولو سره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون د لاسلیکیدو ملاتړ وکړ.

خو د جرګې یو شمېر ګډونوالو له واشنګټن سره ددې هوکړه لیک د لاسلیکولو پخاطر افغان حکومت ته خپل وړاندیزونه وسپارل.

له بلې خوا ولسمشر حامد کرزي د مشورتي لویې جرګې په وروستی ورځ د جرګې د ګډونوالو له ټینګار سربیره له واشنګټن سره د امنیتي تړون د لاسلیکولو لپاره درې نوي شرطونه وړاندې کړل.

تر یوې میاشتې پورې په هیواد کې د سولې ټینګښت، په کلیو کې د عملیاتو درول، د رڼو او عادلانه ټاکنو ترسره کیدل او که چیرې ټاکنې دویم پړاو ته لاړې شي، په دوو اونیو کې د انتخاباتو د دویم پړاو ترسره کول د ولسمشر کرزي اصلي شرطونه دي.

کرزي وویل، که چیرې امریکا او پاکستان وغواړي، نو افغانستان ته سوله راتلی شي او دغه راز ده له واشنګټن څخه د افغانستان پر وړاندې د ریښتیني عمل کولو غوښتنه وکړه.

د امنیتي ځواکونو سمبالتیا، په بامیان ولایت کې د پوځي اډې جوړول، په هیواد کې د سولې او ثبات ټینګښت او د بهرني تیري په صورت کې له افغانستان څخه د امریکايي پوځیانو ملاتړ ددغه پریکړه لیک اصلي برخې دي.

بالاخره د مشورتي لویې جرګې په کمیټو کې له درې ورځو بحثونو وروسته د جرګې ډیری ګډونوالو له واشنګټن سره

د امنیتي تړون لاسلیکولو په اړه موافقه وکړه، خو د امنیتي تړون د ځینو مادو د تعدیلولو غوښتنه وکړه.

د لویې جرګې د ۲۳ کمیټې ریس، ضیا بومیا وویل:«امریکایانو ته باید په افغانستان کې د زندان لرلو، د خلکو د کورونو د تلاشي کولو او د افغانانو د نیولو حق ور نکړل شي.»

د یولسمې کمیټې ریس، قربان حقجو وویل:«په امنیتي تړون کې باید د افغانانو دیني او اسلامي ارزښتونو ته د درناوي کولو موضوع هم ور زیاته شي.»

د مشورتي لویې جرګې د وروستی ورځې په پای کې د جرګې ګډون کوونکو او ۳۱ ماده ایزه پریکړه لیک هم صادر کړ.

په هیواد کې د امنیت او ثبات ټینګښت، له ترهګرۍ سره مبارزه، د افغان امنیتي ځواکونو تجهیز او تمویل ددغې پریکړه لیک اصلي برخې جوړوي.

خو د جرګې ځینو ګډونوالو په خپل پریکړه لیک کې د بامیان ولایت کې د امریکا د پوځي اډې پر جوړیدو هم ټینګار وکړ.

په پریکړه لیک کې راغلي دي چې امریکا په افغانستان کې زندان نشي لرلی او د مجرمو پوځیانو دوسیو ته دې د قربانیانو کورنیو د غړو په شتون کې لاسرسی وشي.

که څه هم د مشورتي لویې جرګې ډیری ګډونوالو غوښتنه وکړه امنیتي چې یاد تړون دې د روان میلادي کال تر پایه لاسلیک شي، خو ولسمشر کرزي د جرګې غړو ته د وینا پر مهال د امنیت ټینګښت او د خلکو پر کورونو د بریدونو مخنیوی د امنیتي تړون د لاسلیکیدو لپاره اصلي شرطونه وبلل.

د مشورتي لویې جرګې ګډونوالو د ۳۱ ماده يي پریکړه لیک په صادرولو سره د کابل او واشنګټن امنیتي تړون د

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه