د افغان سولې لپاره د امریکا ځانګړی استازی زلمی خلیلزاد د طالبانو د مشر ملا هبتالله اخندازه د جګړې د دوام د څرګندونو په غبرګون وايي چې امریکا په افغانستان کې تاوتریخوالی نه غواړي.
د دې سربېره بیا هم ښاغلی خلیلزاد ویلي چې د ملا هبتالله ځينې څرګندونې کولای شي چې د افغان سولې بهیر کې مثبتې وي.
د خلیلزاد په باور، د طالبانو د مشر دغه څرګندونې، کولای شي له افغانانو سره په خبرو اترو کې د ګډون لپاره زمینه او سیاسي حل لارې ته زمینه برابره کړي.
خلیلزاد په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي:«موږ د تاوتریخوالي په لټه کې نهیوو. په افغانستان کې د تاوتریخوالي کچه د منلو نه ده او موږ د هغه د دوام غوښتونکي نه یوو.»
ملاهبتالله همدارنګه ویلي چې طالبان په افغانستان کې خپلو موخو ته تر رسېدو به جګړې ته دوام ورکړي.
خو زلمی خلیلزاد بیا وايي چې په داسې شرایطو کې د دغې اعلامیې توند لهجه غیرضروري ده او یوازې د سولې د پیچلتیا لامل کېږي.
هغه ویلي:«په داسې حال کې چې د جګړې د پای لپاره زموږ خبرې اترې روانې دي، راځې چې د تاوتریخوالي د کموالي او یا هم د لهمنځه وړلو لپاره ژر تر ژره له یو بل سره کار وکړو. افغان وژنه باید ودرول شي.»