اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو کمېسیون د انساني سرچینو د سم مدیریت په موخه، د ملکي خدمتونو ټول کارکوونکي بایو متریک کوي.
د یاد کمېسیون په خبرپاڼه کې(یکشنبې د سلواغې په ۲۸مه نېټه) راغلي دی چې راتلونکي یو کال کې، د انساني سرچینو د مدیریت په یوه جامع، مدرن او پياوړي سیستم کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو ټول بنسټیز اطلاعات ثبت شي.
خبرپاڼه کې د ویل شوي دي چې په یوه مرکزي ډیټابیس کې د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د کره او دقیقو معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې په سمه توګه د انساني سرچینو د پروګرام لپاره، د کارکوونکو د ګومارنې د اټکل او کارموندلو په برخه کې مرسته کوي.
همداراز د یاد سیتسم له مخې به د ملکي خدمتونو د کارکوونکو د ذاتي چارو پروسه او دغه راز، د کارکوونکو اړوند انضباطي او تشویقي کړنې د یوې جامع او بشپړې طرحې په چوکاټ کې راولي او دانساني سرچینو د پراختیا او بدلون زمینه برابروي.
د اداري اصلاحاتو او ملکي خدمتونو خپلواک کمېسیون مشر، احمد نادر نادري وايي:«په هېواد کې په سمه توګه د بشري او انساني سرچینو د مدیریت د پلان لپاره، اړتیاوه څو موږ د ننۍ ټکنالوژۍ، جامع او اغېزمنو سیستمونو په کارونې سره، وکړای شو د هېواد اقتصادي او ټولنیز بهیر پراخ کړو او له دې لارې وکړای شو د افغانستان په بېلابېلو معلوماتي برخو کې د پایښت زمینه برابره کړو.»
د انساني سرچینو اطلاعاتي سیسستم کې د یوه کارکوونکي ټولې ځانګړنې ثبت کېږي.
د شمېرو له مخې، د مګړۍ افغانستان د ملکي خدمتونه نږدې ۴۲۴ زره تنه کارکوونکي لري. د انساني سرچینو د مدیریت په اطلاعاتي سیستم کې د کار کوونکو د معلوماتو ثبت، په ملکي خدمتونو کې د کار کوونکو او دندو په اړه کره شمېره مشخص کوي او " خیالي کارکوونکو" مخنیوي کوي.