افغان حکومت، په ملګرو ملتونو سازمان کې د خبریالانو د خوندیتوب له پرېکړهلیکه ملاتړ اعلان کړ.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز چارواکي وايي چې دغه پرېکړهلیک د دغه هېواد حکومت اړباسي ترڅو د خبریالانو په وړاندې د تاوتریخوالي عاملان د مجازاتو د معافیت کلتور پای ته ورسوي.
د افغانستان د خبریالانو د مرکز سلاکار احمد هنایش په دې اړه وویل:«هغه فشارونه چې له بېلابېلو لارو پر خبریالانو شتون لري او یا دا چې خبریالان په پټه تعقیبېږي او یا دا چې هغوی له ادرسونو هک کېږي، په ملګرو ملتونو سازمان کې د خبریالانو د خوندیتوب د پرېکړهلیک پر بنسټ، باید د دغه پرېکړهلیک د ملاتړو هېوادونو له خوا دغو کارونو ته د پای ټکی کېښودل شي.»
که څه هم له دغه پرېکړهلیکه د افغانستان ملاتړ افغان حکومت د خبریالانو پر وړاندې د ژمنو عملی کولو ته اړباسي، خو د رسنیو د ملاتړو یو شمېر بنسټونو مسوولین د حکومت له لوري د دغه هوکړهلیک عملي کولو ته د شک په سترګه ګوري.
د افغانستان له ازادو رسنیو د ملاتړ بنسټ یا د نی بنسټ رییس مجیب خلوتګر وايي:«کله چې افغان حکومت پر ملي او یا هم نړیوالو حکمونو لاسلیک کوي، مهمه دا ده چې تر کومه بریده دغه حکمونه د حکومت له خوا عملي کېږي. موږ اوس د بیان ازادۍ د ملاتړ لپاره د اساسي قانون ۳۴ ماده لرو او همدارنګه اطلاعاتو ته د لاسرسۍ لپاره د اساسي قانون ۵۰ ماده لرو، خو د اساسي قانون دغه مادې ډېری وختونه د حکومت له خوا نه عملي کېږي، پاتې شول د نړیوالو ژمنو عملي کول.»
اخوا یو شمېر خبریالان افغان حکومت د خبریالانو د امنیت ټینګښت لپاره د خپلو ژمنو په عملي کولو کې ناکام بولي.
یوه خبریاله لیدا درویش څرګنده کړه:«په تېرو اولسو کلونو کې، تل خبریالانو ته د خپلې له پاملرنې څخه خبرې کوي، خو په وروستیو ترهګریزو بریدونو کې چې ومو لیدل ډېری خبریالان ووژل شول.»
بل خبریال فریدالله سعادت هم وايي:«په افغانستان کې خبریالان له یوې خوا له ترهګرو ډلو سره مخ دي او له بل خوا حکومت پر هغوی فشار راولي.»
تر اوسه افغانستان او ۸۱ نورو هېوادونو د ملګرو ملتونو د خبریالانو د خوندیتوب له پرېکړه لیکه خپل ملاتړ اعلان کړی دی.
د نی بنسټ د شمېرو له مخې تر اوسه په هېواد کې د خبریالانو ۱۵۹۴ د تاوتریخوالي او وژنې پېښې ثبت شوي دي. چې له دې ډلې او یوازې څلوېښت دغه پېښې د حکومت له لوري څېړل شوې دي.