Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د میدان وردکو د ولایتي شورا رییس د طالبانو په ملاتړ تورن شو

د میدان وردکو امنیه قومندان فهیم قایم، وايي چې د دغه ولایت د ولایتي شورا رییس اختر محمد طاهري د طالبانو د ملاتړ سربېره، د میدان وردکو کاونډیو ولایتونو ته د ۲۲۰ کیلوواټ برېښنا لېږد په وړاندې هم خنډ دی.

خو د میدان وردکو د ولایتي شورا رییس وايي چې هغه به سبا کابل کې د دغو تورونو په اړه ځواب ورکړي.

له طالبانو ملاتړ، د پرمختګونو په وړاندې خنډونه او د قانون خلاف کارونه له هغې ډلې د یوه هندي انجینر تښتول هغه تورونه دي چې د وردکو امنیه قومندان یې د دې ولایت د ولایتي شورا پر رییس لګوي.

د میدان وردکو امنیه قومندان قهیم قایم په دې اړه وویل:«حتا هندی کارکوونکی یې تښتولی، چې تر شا یې د اخترمحمد طاهري لاس دی، چې واقعاً د ولایتي شورا او د دغې شورا د رییس په نامه، کوښښ کوي چې له خلکو باج اخیستنه کوي او زموږ پر وړاندې خنډونه جوړوي.»

خو د وردکو د ولایتي شورا رییس وايي نوموړی به د پنجشنبې په ورځ په کابل کې په خبري ناسته کې دغو تورونو ته ځواب ووایي.

د میدان وردکو د ولایتي شورا رییس اخترمحمد طاهري وویل:«په کابل کې،د اطلاعاتو او کلتور په تالار کې، بیا راشئ او هملته چې موږ په هرې ناامنۍ کې لاس لرو، راشئ او ثابت یې کړئ چې موږ بیا هم تاسو ته داسې شیان در وښیو چې دغه قومندان څه کارنامې لري.»

له دې مخکې هم یو شمېر سیمه‎ییزو چارواکو پر یو بل دغه ډول تورونه لګولي، خو د وردکو په شان ولایت کې د امنیت د ټینګښت لپاره د دغو مسلو څېړل یوه جدي اړتیا بلل کېږي.

د سیاسي چارو شنوونکی برنا صالح څرګنده کړه:«له بده مرغه هغمه سندونه باید روښانه شي او خلک پرې خبر شي، د ځینو لاملونو او دلایلو له امله راوتلي؛ خو موږ دا نه‎شو ردولای چې ډېری کسان له مخالفو وسله‎والو سره په ځانګړې توګه طالبان، اړیکې لري.»

د وردکو پولیسو په وروستیو میاشتو کې تل په دې ولایت کې پر هغه څه نیوکه کړې چې په امنیتي پروګرامونو کې یې لاسوهنې بللې دي، خو دا نیوکې تر کومه بریده مستندې دي، داسې مسایل چې د نوموړي ولایت د اوسېدونکو په باور باید افغان چارواکي هغه روښانه کړي.

شریک یي کړئ