د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت نن(یکشنبې د غبرګولي۲۸مه)ویلي دي چې دوه تنه ډپلوماټان یې د ننګرهار ولایت په جلال آباد ښار کې نادرکه شوي دي.
دوی ویلي دي چې ورک شوي ډپلوماټانو کله چې غوښتل له تورخم لارې پاکستان ته ستانه شي، په لاره کې نادرکه شوي دي.
د ننګرهار د والي ویاند، عطاالله خوګیانی مني چې دوه تنه پاکستاني ډپلوماټان د تورخمـجلال آباد لاره کې لا درکه شوې دي.
د پاکستان د پهرنیو چارو وزارت او د ننګرهار د والي ویاند د یادو ډپلوماټانو د ورکېدو لامل نه دی څرګند کړی.
تر اوسه کومې ډلې هم په دې اړه څه نه دي ویلي.