Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د هرات ښار د پولیسو پر شپږمې حوزې برید؛ تراوسه پنځه تنه وژل شوي

بریدګرو د هرات ښار د رنګینه پل په سیمه کې د پولیسو پر شپږمه امنیتي حوزه برید کړی. ویل کېږي چې دغه بریدګر، حوزې ته ننوتلي دي.

د پېښې شاهدانو هرات کې د طلوع نیوز خبریالانو ته ویلي چې بریدګرو په لومړي سره کې د دغې حوزې پر سرتېرو ډزې کړي او وروسته د حوزې ودانۍ ته ننوتلي دي.

د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد وايي چې په دغه برید کې د دوه پولیسو په ګډون پنځه تنه وژل شوي او څلور تنه نور ټپيان دي. د هغه په وینا د وژل شویو په منځ کې ماشومان هم شته.

په ورته وخت کې، د کورنیو چارو وزارت ویاند دا برید ترهګریز هغه بللی او ویلي چې سیمې ته امنیتي ځواکونه استول شوي دي.

د هرات مرکزي روغتون چارواکي وايي چې دغه روغتون ته تراوسه د دوو تنو مړي لېږدول شوي. د هغوی په وینا، یو بل تن ټپي هم راوړل شوی دی.

شپږمه امنیتي حوزه د هرات ښار له ګڼې ګوڼې ډکې سیمه کې موقعیت لري.

شریک یي کړئ