Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هوا د ککړتیا د زیاتوالي په اعتراض کې د استازو لاریون

د ولسي جرګې یو شمېر غړو نن د(مرغومې په ۱۱ مه) په پلازمېینه کې د هوا د ککړتیا د زیاتوالي له امله د یوه اعتراضي لاریون په ترڅ کې حکومت ته ګواښ کوي چې د کابل چاپېریال ساتنې ته جدي پاملرنه وکړي.

د ولسي جرګې رییس له حکومته غواړي چې په کابل کې د ککړې هوا مخه ونیسي.

د ولسي جرګې رییس عبدالرووف ابراهمي وویل:«د دولت له اجرائي صلاحیتونو څخه دي،خو کوتا کم راغلی.موږ ګواښ کوو چې په دې اړه خپله اجرايي کړنه ولري.»

د ولسي جرګې غړې فوزیه کوفي وايي:«له دغه لنډ لاریون سره ومو غوښتل چې د مسؤولانو ترمنځ پوهاوی رامنځته کړو موږ مسؤولان په ځلونه پارلمان ته راوبلل،خو له بده مرغه نه یې اقدام وکړ او نه یې زموږ پوښتنو ته د قناعت وړ ځوابونه وویل.»

د ولسي جرګې بل غړي محمد عبدو هم څرګنده کړه:«د بې کیفیفته تېلو د واردېدو په برخه کې،دولت مکلفیت لري چې مخنیوی یې وکړي.د کانالیزاسیون په برخه کې دولت دنده لري چې خپله دنده ترسره کړي»

غیر معیاري سوند توکي په ځانګړې توګه ټیټ کیفیت تېل، او د زړو موټرونو فعالیت، د هوا د ککړتیا اصلي امل بلل کېږي، دا استازي خبرداری ورکوي که چېرې په دې برخه کې جدي ګام اوچت نه‎شي نو د پلازمېنې اوسېدونکې به له جدي روغتیايي ګواښونو سره مخ شي.

د چاپېریال ساتنې ملي اداره د پلازمېنې د هواد ککړتیا راکمول د ګازو د بیې راټیټېدو او کافي برېښنا ته د خلکو لاسرسي پورې تړلې بولي.

د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې مسکلي مرستیال غلام محمد ملک‎یار وايي:«د چاپېریال ساتنې د ملي ادارې د ستراتېژیک پلان له نظره،تر ۱۴۰۰ کال پورې لږ تر لږه ۲۵ سلنه د هوا د ککړتیا کموالی د واټونو په کرېړ کولو پورې تړاو لري.»

اخوا د چاپېریال ساتنې ملي اداره وايي چې د باران او واورې نه ورېدل هم په مستقیمه توګه د هوا له ککړتیا سره اړیکه لري.

شریک یي کړئ