Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد لس ولایتونه په تېرو ۲۴ ساعتونو کې د جګړې شاهد وو

د هېواد د لسو ولایتونو ځینې برخې په تېرې یوې شپې او ورځ کې د دولتي ځواکونو او طالبانو ترمنځ د جګړې شاهد وو.

یوه ورځ وروسته له هغې چې، حکومت د طالبانو د یرغلي بریدونو د ځواب ورکړې لپاره له خپل چمتوالي خبر ورکړ؛ طالبانو تېره شپه د کاپیسا په تګاب، د میدان وردګو په جلریز او د فاریاب په قیصار ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

په دې بریدونو کې لس دولتي سرتېري ووژل شول او څه باندې ۲۰ نور یې ټپیان دي.

د کاپیسا د ولايتي شورا رییس محمد حسین سنجني وايي:«د ولسي پاڅون کوونکو څلور تنه شهیدان شوي او ۱۱ تنه نور یې ټپيان شوي دي. او د طالبانو ۱۱ تنه وژل شوي او ۱۸ تنه نور یې ټپيان دي.»

په ولسي جرګه کې د میدان وردګو استازی مهدي راسخ وویل:«دلته دې چاڼيز عملیات ترسره شي او دا سیمه د طالبانو له شتونه پاکه شي.»

له دې سره سم، د هلمند د څلورو او د لوګر د دوو ولسوالیو د ځینو برخو سربېره، په غزني، سرپل، پکتیا، کندوز او تخار ولایتونو کې هم نښتې شوي او دواړو لوریو ته په کې مرګ ژوبله هم اوښتې ده.

د هلمند د والي ویاند عمر زواک هم څرګندوي:«په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې په هغو برخو کې چې مخالفو وسله والو برید کړی، درې تنه افغان ځواکونه ټپيان شوي دي.»

له دې سره سم، غوښتنې دا دي چې، په هېواد کې د جګړو د کمښت لپاره حکومت باید منظم پروګرامونه جوړ کړي.

د ملي امنیت شورا رییس رحمت الله نبیل هم وايي:«شونې ده چې د طالبانو د بریدونو یو دلیل د افغانانو ترمنځ خبرو اترو کې د امتیاز اخیستل وي. دا لوری هم باید یو واضح پروګرام او یوه واضح تکلاره ولري او د هغه په مطابق او له هغوی سره د مقابلې لپاره ځان عیار کړي.»

د کورنیو چارو وزارت ویاند طارق آرین هم په دې اړه څرګندوي:«په دې وروستیو کې طالبانو خپل بریدونه زیات کړي. خو د افغانستان امنیتي او دفاعي ځواکونه په هر حالت کې له ځان او خلکو او خاورې دفاع کوي.»

طالبانو تېره شپه د کاپیسا په تګاب، د میدان وردګو په جلریز او د فاریاب په قیصار ولسوالیو کې د دولتي ځواکونو پر پوستو بریدونه وکړل.

شریک یي کړئ