Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د هېواد پر تر ټولو امن ولایت (پنجشېر) د طالبانو برید

د احمد شاه مسعود له ۱۹ تلین سره هم مهاله وسله والو طالبانو د پنجشېر پر آبشار ولسوالۍ برید کړی دی.
 
د پنجشېر ځايي چارواکي وايي وسله والو طالبانو د لغمان له خوا پر آبشار ولسوالۍ برید کړی ،خو د امنیتي ځواکونو او د سیمي د خلکو له مقاومت وروسته له هغه ځایه تښتېدلي دي.
 
د پنجشیر ځايي چارواکي وایي چې د طالبانو یوې ۷۰ کسیزې ډلې د آبشار ولسوالۍ د غلغلې ښار په نوم یوې سیمې برید وکړ او یو شمېر کسان یې یرغمل ونیول؛ خو د امنیتي ځواکونو له مقاومت وروسته له سیمې وتښتېدل. خو طالبان دغلته د یوې امنیتي پوستې د نیولو خبره کوي.

د پنجشېر د والي ویاند محمد منصور عنابي وویل:«د امنیتي ځواکونو د بریدونو او د خلکو له بسیج وروسته تېښته وکړه هغوی یو ټپي هم درلود.»

ځينې سیاستوال د احمد شاه مسعود د ترور پر ورځ د طالبانو برید د دې ډلې ځواک ښودنه بولي.

د مشرانو جرګې لومړی مرستیال محمد اعلم ایزد یار وايي:«غواړي چې له دغو خوځښتونو سره یوه تبلیغاتي ګټه اخیستنه ولري ځکه چې د امر صاحب د شهادت په لمانځنه کې یوو.»

د سیاسي چارو کارپوه فهیم فطرت هم څرګنده کړه:«د لغمان او پنجشېر په یوې مرکزي برخه کې د ملي اتل د شهادت په ورځ یو خوځښت وکړ، د خلکو د جدي اندېښنې وړ نه دی.»
 
بل خوا تېره شپه د کابل په ختیځ کې د تره خېلو په سیمه کې د امنیتي ځواکونو او طالبانو تر منځ خونړۍ نښتې د سیمې خلک نا ارامه کړل.

په دغه سیمه کې د یوه کور کور پوړۍ یا زینې په وینو دي. خو د دې کورنۍ غړي چې تنکي ځوانان دي، په خپل کور کې د وژل شویو کسانو له شتونه بې خبري ښيي او وایي چې د ډزو او چاودنې غږ له خوبه راویښ کړي دي.

د کور خاوند نظام وویل:«موږ ویده وو موږ یې راويښ کړو په څپېړو یې ووهلو سترګې یې راوتړلې.»

دا سپین ږیری کس وايي چې نیول شوي کسان یې یو ورور او بل وراره دی.

د سیمې اوسېدونکی ایام الدین هم څرګندوي:«زموږ سترګې تړلې وې زموږ لاسونه تړلي وو موږ هېڅ هم ونه لیدل.»

امنیتي چارواکي وایي چې د طالبانو د یوې ډلې د نیولو لپاره په ترسره شویو عملیاتو کې شپږ طالبان وژل شوي، یو امنیتي سرتېری ټپي دی او دوه تنه طالبان نیول شوي دي. خو طالبان ادعا لري چې په دې نښته کې افغان امنیتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتي ده.

په تېرو څلرویشتو ساعتونو کې د کابل خاک جبار ولسوالۍ هم د جګړې شاهده وه.

پوځ تاییدوي چې د طالبانو یوې ډلې د خاک جبار ولسوالۍ پر شېرالله سیمې بریدکړی خو زیاتوي چې دا برید یې درېیو طالبانو ته د مرګ ژوبلې په اړولو سره شاته تمبولی دی.

د پنجشیر ځايي چارواکي وایي چې د طالبانو یوې ۷۰ کسیزې ډلې د آبشار ولسوالۍ د غلغلې ښار په نوم یوې سیمې برید وکړ او یو شمېر کسان یې یرغمل ونیول.

شریک یي کړئ