د کورنیو چارو وزارت څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي دي چې د هېواد په بېلا بېلو برخو کې د افغان ځواکونو پوځي عملیاتو په ترڅ کې ۴۷ وسلهوال وژل شوي او ۱۱ نور ټپیان دي.
یاد وزارت زیاتوي چې یاد شمېر ترهګرو ته د تېرو ۲۴ ساعتونو په ترڅ کې ننګرهار، ارزګان، لوګر، کندهار او پکتیا ولایتونو کې مرګژوبله اوښتې ده.
د دې وزارت په خبرپاڼه کې همداراز راغلي چې د دې عملیاتو په ترځ کې د ترهګرو یوه اندازه وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاسته ورغلي دي.
د پوځي عملیاتو په ترڅ کې د افغان ځواکونو او ملکي کسانو مرګژوبلې په اړه څه نه دي ویل شوي.