Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ولسمشرۍ دندې په اړه د غني خبرو غبرګون

د سیاسي چارو یو شمېر کاپوهان او د ولسي جرګې غړي د ولسمشر غني خبرو په اړه چې ویلي یې وه، دی تر ټولو ستونزمنه درنده لري غبرګون ښودلی او وايي چې د ولسمشر دا خبرې د هغه ځان‎ځاني او یا ناتواني څرګندوي:

دوی د نړۍ ځواکمنو هېوادونو ته په کتو سره وايي چې د افغانستان مشري د نړۍ له نورو هېوادونو ډېره آسانه ده.

د سیاسي چارو کارپوه، شیوا شرق په دې اړه وايي:«داسې چلند د مسوؤلیتونو پر وړاندې ماتې ښکاره کوي دا چې اشرف غني ویلي دي په نړۍ کې تر ټولو سخته دنده لري، دا لاف او پر ماتې اعتراف دی.»

همداراز د ولسي جرګې غړی، مولوی عبدالرحمن رحماني په دې اند دی:«موږ د ساعتونو کار نه غواړو، یو ساعت کار دې وکړي چې پایله ولري. آیا کار یې دا دی چې په ارګ کې د دننه ستونزې پيدا کړي؟ له خپل مرستیال او سیاسي  شریک سره لاس او ګریوان دی له والي، پارلمان او قضايي ځواک او څارنوالۍ سره ستونزې لري.»

په دې ډله کې یو شمېر هم ولسمشر د ځواک پر انحصار تورنوي او زیاتوي چې د ټولو کارونو په لاس کې نیولو پر ولسمشر فشار زیات کړی دی.

د سیاسي چارو کارپوه، اجمل‎بلوڅ‎زاده څرګندوي:«ولسمشر چې هم د دفاع، کورنیو او د کرنې وزیر په توګه کار وکړي او هم د ولسمشر په توګه د والي په توګه هم کار وکړي اود ولسوال، وکیل نو کار ورته ګران کیږي. ولسمشر پر خپل کاري ټیم باور نلري.»

په دې ډله کې یو شمېر هم په دې اند دي، که ولسمشر په نړۍ کې تر ټولو ستونزمنه دنده ترسره کوي، نو ولې خپل کار نه پرېږدي.
 
د ولسمشرۍ دندې په اړه د غني خبرو غبرګون

په دې ډله کې یو شمېر هم په دې اند دي، که ولسمشر په نړۍ کې تر ټولو ستونزمنه دنده ترسره کوي، نو ولې خپل کار نه پرېږدي

شریک یي کړئ