افغان ولسمشر محمد اشرف غني نن چهارشنبې (د لړم په ۲۴ مه) د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر نجیب الله احمدزی له دندې ګوښه کړل .
په ورته وخت کې ولسمشرۍ ماڼۍ د یوه فرمان په صادرولو سره، له اړوندو بنسټونو څخه یې وغوښتل چې د دغه مقام لپاره نور نوماندان معرفي کړي.
په فرمان کې راغلي دي:«د روان کال د لړم په ۲۱ مه د ټاکنو د خپلواک کمېسیون د پرېکړې او غوښتنې پر بنسټ نجیب الله احمدزی د دغه کمېسیون له غړيتوب څخه لیرې او لارښونه کېږي چې اړونده بنسټونه دې د دغه کمېسیون د یوه غړي د ګمارنې په منظور ولسمشرۍ ماڼۍ ته د نویو نوماندانو نوملړ معرفي شي.»
ولسمشر غني په داسې حال کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس له دندې ګوښه کړ، چې ټاکل شوې ده تر راتلونکو ۹ میاشتو د ملي شورا او ولسوالیو شوراګانو ټاکنې ترسره شي.
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون ریس نجیب الله احمدزی له دې وړاندې له طلوع نیوز سره په مرکه کې وايي چې د ولسمشر سلاکار اکرم خپلواک ګواښلی او له نوموړي یې غوښتي چې له خپلې دندې استعفاء وکړي.
خو د ټاکنو خپلواک کمېسیون مشر وایي چې ولسمشر سره تر لیدنې وروسته به د خپلې د استعفاء په اړه پرېکړه وکړي.
نجیب الله احمدزي زیاته کړه:«د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس او د ولسمشر سلاکار هر وخت ضرب الاجل ټاکي چې تاسې باید استعفاء وکړې دا د ډیموکراسۍ په خلاف کار دی.»
پر هغو فشارونو سربېره چې ښاغلی احمدزی ورته اشاره کوي، د ټاکنو د خپلواک کمېسیون پنځو غړو هم د نوموړي د ګوښه کولو غوښتنه ولسمشر ته لېږلې ده، ښاغلی احمدزی په دې اړه هم وايي دغو پنځو تنو د ولسمشر د دویم مرستیال سروردانش د فشارونو له امله دا غوښتنه مطرح کړې ده.
ښاغلي احمدزي څرګنده کړه:«کله چې له ما څخه یې وغوښتل چې استعفا وکړم، حتا په هغه وخت کې یې هم ماته وویل چې ښايي کمېشنران ستا په اړه څه ویلي»
د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس وايي که له دندې استعفا وکړي انتخابات به له ستونزو سره مخامخ شي.
هغه په ډاګه کړه:«کهچېرې زه استعفا وکړم ایا دا د حل لاره ده، څوک د دې ضمانت کوي چې راتلونکي ټاکنې به سمې وي؟ زه غواړم چې ولسمشر په خپله له ما څخه په خپل حضور کې وغواړي زه دومره شرم او حیا لرم چې د ولسمشر درناوی وکړم.»
نجیب الله احمدزی کابو یو کال مخکې د ټاکنیزو کمېسیونو د غړو د غوراوي کمیټې لخوا د ملي یووالي حکومت د مشرانو په تایید د انتخاباتو د خپلواک کمیسیون د ریس په توګه وټاکل شو.
د قانون له مخې که د ټاکنو د خپلواک کمېسیون رییس له دندې استعفا وکړي حکومت باید د انتخاباتو د خپلواک کمېسیون لپاره له برابر شوي نوملړه بل وړ کس په دغه دنده وګماري او که په دې نوملړ کې بل څوک دا وړتیا ونهلري باید بیا د غوراوي کمېټه جوړه شي.