د ټاکنو خپلواک کمېسیون مسوولین وایي، د ولسې جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو مهالوېش جوړ شوی او د غوايي په لومړۍ نېټه به اعلان شي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د مهالوېش پر بنسټ د چنګاښ میاشتې په لومړۍ نېټه به د رایی ورکوونکو مرکزونو نوملړ پای ته ورسېږي.
د رایی ورکوونکو د پاڼو چاپ او چمتو کېدل، به د زمري میاشتې په پنځمه نېټه پيل شي او د وږي میاشتې په نهمه نېټه به پای ومومي.
د زمري له ۲۴مې د وږي تر ۱۵مې پورې کابل کې د ټاکنو خپلواک کمېسیون لپاره بنسټيز توکي په پام کې نیول شوي دي.
د ټاکنوخپلواک کمېسیون رییس عبدالبدیع صیاد په دې اړه څرګنده کړه:«موږ د ټاکنو د خپلواک کمېسیو مهالوېش چمتو کړی دا مهالوېش د غوايي په لومړنۍ نېټه اعلانېږي.»
د دغه مهالوېش له مخې د ولسي جرګې د ټاکنو نوماندانو ټاکنیز کمپاینونه د تلې له شپږمې نېټې به پيل او د همدې میاشتې په ۲۵مه نېټه پای ومومي.
دغه راز، د میزان یا تلې میاشتې له ۱۱مې تر ۲۵مې نېټې پورې به د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نوماندانو د کمپاین موده ټاکل شوې ده.
د بنسټیزو ټاکنیزو توکو لېږد به د وږي میاشتې په ۲۹ نېټې پيل او تر ۱۵ ورځو به دوام ولري.
د میزان میاشتې له ۱۴مې تر ۲۷مې نېټې پورې د رایی ورکوونکو مرکزونو ته د بنسټیزو توکو د لېږد موده ټاکل شوې ده.
د تلې میاشتې ۲۶مه او ۲۷مه د ټاکنو د نوماندانو د کمپاین د بندېدو او د رایی صندقونو ته د رایی ورکوونکو پوره چمتوکېدل دي او دغه راز، د تلې ۲۸ مه به د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو ورځ وو.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د دغه مهالوېش له مخې د ټاکنو له ترسره کېدو، تر یوې راتلوونکې میاشتې پورې، د دغو ټاکنو رایې به راغونډې شي. له هغې وروسته د ټاکنیزو شکایتونو کمېسیون د لړم په ۲۸ مه نېټه ټاکنیزو شکایتونو ته به رسېدنه پیل کړي.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون به د مرغومې میاشتې په ۵ مه نېټه د ولسي جرګې د ټاکنو پایلې او د سلواغې په ۱۵مه نېټه د ولسوالیو شوراګانو د ټاکنو نېټه به اعلان کړي.