د ټایم امریکايي مجلې په نوې شمېرې کې، د افغانستان د لومړۍ مېرمنې رولا غني نوم د نړۍ د ۱۰۰ نفوذ لرونکو څېرو په منځ کې ځای شوی دی. د افغانستان لومړۍ مېرمن وايي چې هغه هیلهمنه ده ترڅو په راتلونکو څلورو کلونو کې د هغې کړنې وکولای شي، دغه باور وساتي.
د هېواد د لومړۍ مېرمنې دفتر په یوې خبرپاڼې کې اعلان کړی دی چې رولا غني په دغه نوملړ کې د خپل نوم له لیدو څخه حیرانه شوې ده او هغهیې یو ستر ویاړ بللی دی.
د مېرمن رولا غني د نوم تر څنګ، د ایران د بهرنیو چارو وزیر جواد ظریف، د کیوبا د ولسمشر رائول کاسترو، د روسیې د ولسمشر ولادمیرپوتین نومونه هم د هغو کسانو له ډلې څخه دي چې د ټایمز په مجله کې یې د ۱۰۰ اغېزمنو څېرو په نوملړ کې شتون موندلی دی.
دغې مجلې د رولا غني نوم ته په افغانستان کې د ښځو د وضعیت د ښهوالي لپاره د هغې د ژمنو له کبله په دغه نوملړ کې ځای ورکړی دی.
په دغه نوملړ کې د یوه امریکايي خبریال جورج راموز، د امریکا د متحده ایالاتو د ولسمشر بارک اوباما، د روسیې د ولسمشر ولادیمیرپوتین، د اسرائیلو د لومړي وزیر بنیامین نتنیاهو، د آلمان د لومړۍ وزیرې انګلا مرکل، د امریکا متحده ایالاتو د پخوانۍ لومړۍ وزیرې هېلري کلنتن، د چین د ولسمشر شي جېن پېنګ، د کیوبا د ولسمشر رائول کاسترو، د شمالي کوریا د مشر کېم جان اونګ او د امریکا د ۲۰۱۶ کال د ولسمشریزو ټاکنو د احتمالي نوماند جورج بوش، نومونه د نړۍ د ۱۰۰ اغېزمنو څېرو په نوملړ کې لیدل کېږي.
د ټایم مجلې د مدیر مسؤل مرستیالې رادهیکا جونس وویل: " ولادیمیر پوتین زموږ د نظر پوښتنې په برخه کې د نړۍ د تر ټولو اغېزمن کس په توګه بریالی شو. په اوکرایین کې لاتر اوسه شخړې پای نهدی موندلی او دا په زړهپورې ده چې د نړۍ په سیاسي جغرافیې کې د پوتین د ونډې څرنګوالی ووینو او په روسیې کې له محبوبیت سرهیې په پرتله کړو".
بلخوا، د دغې مجلې کارکوونکي وايي چې که چېرې هېلري کلنتن د راتلونکي کال د ولسمشریزو ټاکنو لپاره ځان ټاکلی وی، یا نهوی، هغه یوه اغېزمنه څېره ده.
رادهیکا جونس زیاته کړه: " موږ وغوښتل چې هغه په نوملړ کې وي. هغه یوه اغېزمنه او نفوذ لرونکې څېره ده دا اړینه نهده چې ځان یې په ټاکنو کې ټاکه که نهټاکه".
په دغې مجلې کې راغلي دي چې جواد ظریف په تېرو درې لسسیزو کې د ایران او عراق جګړې ته په پای بخښلو او له طالبانو څخه وروسته په افغانستان کې منځګړیتوب او د هستهيي ډیپلوماسۍ په برخه کې له ځان څخه خورا ونډه ښودلې ده.
په دې اړه مو اندونه