Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ټرمپ د پرېکړې پر وړاندې د هېواد په ولایتونو کې پراخ لاریونونه

نن ډېریو هېوادوالو، د امریکا د ولسمشر له خوا د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس د اعلان په غبرګون کې د هېواد په بېلابېلو ولایتونو کې په پراخو لاریونونو لاس پورې کړ.

لاریون کوونکي د ټرمپ د دغې پرېکړې د بېرته اخیستو او لغوه کولو غوښتنه کوي. او د اسراییلو د پلازمېنې په توګه د بیت‎المقدس په رسمیت پېژندل له ټولو نړیوالو او بشري حقونو له قوانینو سره په ټکر کې بولي.

د افغانستان حکومت او خلک هم په دې اړه چوپ نه دي پاتې شوي.

په دې لړ کې هېوادوال په کابل او نورو ولایتونو کې واټونو ته راوتلي او د ټرمپ دا کړنه غندي.

یو له دغو لاریون کوونکو څخه عبدالرحمان وايي:«دا کار نړیوال تعصب رامنځته کوي، بشري حقونه تر پښو لاندې کوي، مدنیت تر پښو لاندې کوي.»

یو بل اعتراض کوونکی رفیع الله قریشي زیاتوي:«امریکا او نور تړونوال یې باید له دغه هېواد ووځي.»

د جوماماتو ملا امامانو هم د جمعې ورځې په خطبه کې د امریکا د ولسمشر دا پرېکړه نه منوونکې بولي.

د کابل د وزیر محمد اکبرخان جومات ملا امام محمد ایاز نیازی وايي:«که فلسطینیانو خپله خاوره له لاسه ورکړې، خاوره یې ښکېلاک شوې!هلته د یهیودیت لابي سپینه ماڼۍ ښکېلاک کړې او د امریکا د بهرني سیاست ظالمانه پلان دی چې د امریکا د ملت اراده یې غصب کړې ده.»

له هغې وروسته کله چې د امریکې ولسمشر ډونلډ ټرمپ اعلان وکړ چې خپله ټاکنیزه ژمنه پرځای کوي او د اسراییلو پلازمېنه بیت المقدس ته لېږدوي، دې پرېکړې نړیوال غبرګونونه را وپارول.

د نړۍ ډېریو هېوادونو د ټرمپ دا کړه وغندله. افغان حکومت هم د امریکې د دغې پرېکړې په غبرګون کې ویلي دي چې د ټرمپ دا کار، د منځني ختیځ د سولې بهیر له ګواښ سره مخ کوي.

پر کابل سربېره،کندز، بلخ، بغلان، پکتیا، پکتیکا، پنجشیر،نیمروز او څو نورو ولایتونو کې هم د امریکا د ولسمشر د پریکړې پر وړاندې لاریونونه شوي دي.

شریک یي کړئ