Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستان، افغانستان، تاجکستان او چین د لوی‎ درستیزانو ګډه ناسته

د افغانستان، پاکستان، تاجکستان او چین هېوادونو د لوی درستیزانو ګډه ناسته نن(دوشنبې د وږي۶مه) خپلې دوهمې ورځې ته وغځېده.

د هېواد لوی درستیز، جنرال شریف یفتلي د تېرې ورځې په غونډه کې د تاجکستان، پاکستان او چین هېوادونو د پوځ له مشرانو څخه د ډېرو هڅو غوښتونکی شو، څو له پولې دې خوا د ترهګرو ډلو د راتلو مخه ونیسي.

په دې ناسته کې د پاکستان لوی درستیز، جنرال قمر جاوید باجوه یو ځل بیا اعلان وکړ چې پاکستان د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې ډېره قرباني ورکړي ده او په دې برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکوي.

په همدې حال کې پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغانستان او پاکستان په تاجکستان کې د امنیتي ناستې په څنډه کې هوکړه کړې تر څو د سیمي حالاتو څېړنې په موخه ګډه کاري ډله رامنځته کړي.

خو افغان چارواکو په دې اړه څه نه دي ویلي.

پاکستاني رسنیو ویلي دي چې جنرال باجوه له جنرال یفتلي سره د دواړو هېوادونو د پوځ ترمنځ د یو ګډ کاري ډلې په جوړیدو هوکړې ته رسیدلي دي ترڅو د ترهګرو ډلو پر وړاندې په مبارزه کې د دوو اړخیزو اړیکو پر څرنګوالي کار وکړي.

دا غونډه په داسې حال کې ترسره کیږي چې د امریکامتحده ایالاتونو ولسمشر، ډنالډ ټرمپ پاکستان یې تورن کړی دی چې ترهګرو ډلو ته د امن پټنځایونه ورکوي.

ټرمپ څرګنده کړه:«اوس د دي وخت رسېدلی دی چې پاکستان د ترهګرو ډلو او حقاني ډلې پروړاندې اقدام وکړي، کنه نو ډېر څه به له لاسه ورکړي.»

له بلې خوا په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو قومندان، جنرال جان نیکلسون له طلوع‎نیوز سره په خبرو کې وویل چې امریکا پوهیږي دا چې د طالبانو مشرانو په پاکستان کې اوسیږي.

ده زیاته کړه چې طالبانو مشران په کوټه او پېښور کې اوسېږي.

خو پاکستان تل ترهګرو ته د پټن‎ځایونو پر ورکړې انکار کړی او دا خبر یې رد کړی دی.
 
پاکستاني رسنیو د راپور له مخې افغانستان او پاکستان په تاجکستان کې د امنیتي ناستې په څنډه کې هوکړه کړې تر څو د سیمي حالاتو څېړنې په موخه ګډه کاري ډله رامنځته کړي

شریک یي کړئ