Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پاکستاني پوځیانو بریدونو له کبله ناړۍ کې ۸۰۰کورنۍ بې ځایه شوې

د کونړ په ناړۍ ولسوالۍ او له پاکستان سره پر پوله صفري سیمو ته نېږدې کلیو نه د پاکستاني پوځيانو توغندیزونو بریدونو او له افغان ځواکونو سره د وسله والو نښتو له کبله کابو ۸۰۰کورنۍ بې ځایه شوې دي.

د یادو سیمو اوسېدونکي وايي چې د نښتو له کبله یې د خپلو سرونو د خوندي ساتلو لپاره هرڅه پرېښې او تش لاس له خپلو کورنو وتلي دي.

په دغو نښتو کې ټپي شوې مېرمن، یاسینه وايي:«جنګ وو په تېښته کې زما سر په ځمکه ولګېده او ټپي شوم.»

ناړۍ ولسوالۍ دوکلام سیمې اوسیدوونکې، حمید زیاتوي:«دلته په صفري نقطه کې یو څو کورنه شته دي، دلته زما مور د ماشومانو د خوندي کولو په حال کې وه، چې ټپي شوه او په سر کې یې اووه ویشت کوکونه ولګېدل.»

د کونړ ولایتي شورا یو شمېر غړي نیوکه کوي چې تر اوسه د بې ځایه شویو کورنیو سره مرسته نه ده شوې.

کونړ ولایتي شورا منشي، ملک شېرزمین په دې اړه وايي:«تقریبآ سیمې ته نېږدې کسان چې له کورنو بې ځایه شوي دي، له زرو هم ډېرې کورنۍ دي، خو اوسه پورې یوازې سلو کورنیو لپاره مرسته رسېدلې او هغه هم ټپیانو کورنیو ته ورکړل شوی، چې دا بسنه نه کوي.»

کونړ دوه کلام اوسیدوونکی، شېر عالم وړاندې وايي:«موږ ډېر جګړې ته نېږدې وو، څه ګولۍ چې وې موږ باندې لګېدلې دي، دلته ماشومان پراته وو، دوی ظالمانو ډزې کولې، د وتو لاره نه وه، »

ګل زمان دیارلس کاله کیږي چې د کونړ ناړۍ سرحدي ولسوالۍ ولسوال په توګه کار کوي وايي د جګړو له امله اته سوه کورنۍ بېځایه شوي خوتروسه پورې یوازې سلو کورنیو باندې مرستې ویشلې دي.

ناړۍ ولسوال، ګل زمان څرګندوي:«سیمه کې کابو ۶۲ کورنۍ سروې شوې، او همداراز د جګړې پرمهال ناړۍ ولسوالۍ کې سلو کورنیو ته مرستې وشوې. په اولو کې کابو اته سوه کورنۍ بې ځایه شوې دي.»

تېره اوونۍ د کونړ ناړۍ سرحدي ولسوالۍ د افغان او پاکستانو ځواکونو د دوه ورخینۍ جګړې شاهده وه. جګړه هغه وخت ونښته چې پاکستاني پوځيانو غوښتل پر ډیورنډ فرضي ګرښه د افغانستان په خاور کې دننه یوه تازه پوسته جوړه کړي چې په دغه جګړه کې درې مېرمنې وژل شوې او ماشومانو په کډون پنځه تنه ټپیان شول.

په همدې حال کې د کونړ ولایتي شورا وايي چې بې ځایه شویو کورنیو سره اړینې مرستې نه دې شوې

شریک یي کړئ