ټاکل شوې ده چې نن(شنبې د وږي۲۴مه) د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر، شاه محمود قریشي له ولسمشر غني او یو شمېر افغان چارواکو سره د لیدنې په موخه کابل ته راشي.
د پاکستان د بهرنیو چارو وزیر په توګه د قریشي ګمارنې وروسته به دا د هغه لومړۍ بهرنی سفر وي.
د دې هېواد د اطلاع رسوَنې وزیر، فواد حسین چودري ډان خبري آژانس ته ویلي دي:«قریشي به د شنبې پر ورځ کابل کې د غني او یو شمېر افغان دولتي چارواکو سره کابل کې وګوري. د بهرنیو چارو وزیر د سفر اصلي موخه د امنیت په برخه کې د دواړو هېوادونو همغږي ښه والی دی.»
ده زیاته کړې ده چې کابل ته د قریشي سفر د پاکستان بهرنی سیاست کې د افغانستان په لوړ ردیف کې ښکاره کوي.
د پاکستاني رسنیو د راپور له مخې، قریشي به د لومړي وزیر، عمران خان بلنه هم د دې هېواد د لیدنې به موخه ولسمشر غني ته له ځانه سره ولري.
د سپټمبر میاشتې په درېیمه د بهرنیو چارو سرپرست وزیر، صلاح الدین رباني له د پاکستان له بهرنیو چارو وزیر، قریشي سره په ټلفوني اړېکه کې هغه ته کابل ته د راتلو بلنه وه.
د ډان خبر له مخې د جمعې پر ورځ د پاکستان یو شمېر پوځي او مدني مشرانو د دې هېواد پر بهرني سیاست خبرې کړې دي.
ویل کېږي چې په دې ناسته کې د پاکستان لوی درستیز، د څارګرې ادارې رئیس،د بهرنیو چارو وزیر او یو شمېر نورو چارواکو ګډون درلود.
فواد حسین چودري ویلي دي چې په دې ناسته کې د ملګرو هېوادونو سره د اړیکو پر ښه والي خبرې شوې دي.
د نوموړي په خره په دې ناسته کې لوی درستیز د جون په میاشت کې کابل ته د خپل وروستي سفر په اړه هم مالومات ورکړي دي.