په نشهيي توګو ډېریو روږدو د کابل ښار په پل سوخته کې سپیان هم روږدي کړي دي.
یو شمېر دغه روږدي کسان وايي چې د ژمي د سړې هوا څخه د خونديتوب لپاره د سپيانو ترڅنګ ویده کېږي.ځکه چې د سړې هوا په وړاندې د دغه ژوي مقاومت ډېر دی.
هغوی زیاتوي چې روږدي کسان د ورځې له ۵۰۰ تر ۸۰۰ افغانیو لګښت لري او دغه پیسې چې په هره بڼه وي پیدا کوي.
په همدې حال کې په کابل کې د روږدو کسانو د درملنې د مرکز رییس وايي چې دغه بنسټ په نشهيي توکو د روږدو کسانو د راغونډولو او درمنلې لپاره پروګرام تر لاس لاندې لري.