Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د امنیتي ځواکونو په ډزو کې لاریون کوونکو ته مرګ ژوبله اوښتې

په ایمر جنسي روغتون کې سرچینې  طلوع‎نیوز ته وايي چې لږ تر لږه ۷ لاریون کوونکي هغه مهال ووژل شول چې پولیسو هڅه وکړه چې له ډزو سره د لاریون کوونکو مخه ونیسي او ولسمشرۍ ماڼۍ خوا ته د هغوی د تګ مخنیوی وکړي.

یوه لاریون کوونکي وویل:«په دې ځای کې وضعیت ډېر خراب دی.»

هغه وویل چې ټپيان روغتون ته لېږدول شوي دي.

یوه بل دغه لاریون کوونکي وویل چې امنیتي ځواکونو«په نېغه توګه پر هغوی ډزې وکړې.»

دا په داسې حال کې ده چې د کابل په سلګونه تنه اوسېدونکي د ښار له بېلابېلو برخو څخه د زنبق څلور لارې په خوا هغه ځای چې د چهارشنبې په ورځ ځواکمنه چاودنه هلته رامنځته شوې وه تللي او د حکومت له مشرانو څخه غواړي چې د خلکو امنیت ټینګ کړي.

یوه بل لاریون کوونکي طلوع‎نیوز ته وویل چې د دوی ۶ همکاران د پولیسو له خوا نیول شوي او ګرځنده ټلېفونونه یې ترې اخیستي دي.

صمیم فرامرز د طلوع نیوز خبریال چې سیمې ته تللی وايي قهرجنو لاریون کوونکو «پر حکومت او غني د مرګ»شعارونه ورکول او همدارنګه د پولیسو په لور یې ډبرې ګوذارولې.

دغه لاریون په کابل کې د تېرو دوه ورځو برید په غبرګون کې چې په هغه کې څه باندې ۱۰۰ تنه وژل شوي او په سلګونه تنه نور ټپيان شوي دي.

دغه چاودنه د چهارشنبې په ورځ (د غبرګولي په ۱۰ مه) د ښار په یوې ګڼې ګوڼې سیمه کې (د زنبق څلورې) کې رامنځته شوې ده.

له هغه مهاله تراوسه ډلې ډلې خلک د دغه برید په غندلو او غبرګون کې په لاریون لاس پورې کړی دی.

شریک یي کړئ