د امریکا متحده ایالاتونو دفاع وزیر، جیمز متیس د دغه هېواد د سنا جرګې د وسلهوال ځواک کمېټې پلاوي په ناسته کې پر پنټاګون د افغان پوځيانو د یونیفورم په اخیستو کې د ۲۸ مېلیونو ډالرو له ضایع کېدو نیوکه کوي.
دا نیوکې وروسته له هغې وشوې چې د افغانستان د بیارغونې په اړه د امریکا څـار ځانګړې ادارې په خپل راپور کې وویل، دا چې د ۲۸ مېلیونو ډالرو په ارزښت افغان ځواکونو ته کالي جوړ شوي، خو له چاپېریال سره د نه برابرۍ له امله نه دي کارول شوي.
اوسمهال د امریکا دفاع وزیر د یادو پیسو پر ضایعو کېدو نیوکه کوي.
ښاغلي مټيس څرګنده کړې ده چې د افغان ځواکونو لپاره د امریکايي مالیهورکوونکود داسې لسګونو مېلیونو ډالرو پیسو لګښت په تېرو کلونو کې د پنټاګون په بودیجوي طرحه کې یو بېمانا کار وي.
هغه زیاته کړه:«د امریکا دفاع وزارت ټولو برخو غوښتنه کوم چې له دې لویې تېروتنې عبرت واخلي تر څـو راتلونکې کې د داسې لګښت شاهد ونه وسو.»
د امریکا دفاع وزیر وړاندې ویلي دي:«زه ځکه پر دې راپور ټینګار کوم چې دوې موخې په کړنلاره کې روښانه وي؛ یو دا چې زموږ ګامونه د لوی فعالیت لامل شي او دوهم دا چې د پوځي تدارکاتو په برخه کې د پوځ پر بودیجې اغېزه وکړي.»
د سیګر د تېر کال په راپور کې راغلي دي چې د امریکا دفاع وزیر په افغانستان کې د سرتېرو پر ځنګلي کالیو ۲۸ میلیونه ډالره لګولي دي، او ویلي یې دي چې دا ډول کالي یې خوښ دي.