Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پښتون ژغورنې غورځنګ د پاکستان حکومت د عارف وزیر وژونکی ګڼي

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشران، د پاکستان حکومت د دغه غورځنګ د غړي عارف وزیر چې تېره شپه په وسله وال برید کې ووژل شو، «قاتل» ګڼي. 

د پاکستان په دیره اسماعیل خان کې د عارف وزیر د جناز لمانځه له ادا کولو وروسته، ځينو هېوادوالو په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې غیابي جنازې لمونځ ادا کړ.
د ښاغلي وزیر په جنازه کې چې د پښتون ژغورنې غورځنګ چارواکو هم ګډون کړی وو، د پاکستان حکومت د پښتونو په وژلو تورن وي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتین په دې اړه وویل:«د دغې خاورې په یوې خوا کې زموږ وینه تویېږي، خو په بله خوا کې یې د پنجاب حکومت مشران خوښي کوي، له پیله تراوسه زموږ دوښمن دی او نن هم زموږ دوښمن دی اوس هم موږ نه پرېږدي چې پښتانه خپله لار انتخاب کړي.»

د پښتون ژرغورنې غورځنګ مشرتابه غړی عارف وزیر د دغه غورځنګ د بل مشرتابه غړي علي وزیر د تره زوی دوه ورځې مخکې د سوېلي وزیرستان په وانه کې کور ته یې نږدې د وسله والو له خوا په نښه شو او له ټپي کېدو وروسته، په اسلام اباد کې ساه ورکړه.

ورته مهال، د عارف وزیر وژل کېدل د ځينو سیاستوالو له خوا غندل شوي دي.

د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړی سیدالله سلام په دې اړه وویل:«موږ د نړۍ پر تولو سازمانونو غږ کوو که چېرې غواړئ چې په نړۍ کې ترهګري له منځه ولاړه شي، باید د پښتون ژغورنې غورځنګ ملاتړ وکړي ځکه چې دغه غورځنګ غواړي چې د عدم تشدد له لارې له ترهګرۍ سره مبارزه وکړي.»

د پښتون ژغورنې غورځنګ بل ملاتړی احمدالله هم وايي:«عارف وزیر د دې په جرم ووژل شو چې ورته ویل کېدل چې باید د ستر افغانستان نوم وانه خیستل شي، هغه پر خپلې خاورې ووژل شو او هغه د خپلو خلکو لپاره د بشري حقونو د ترلاسه کولو قرباني دی.»

بلخوا د بښنې نړیوال سازمان په خپل ټوېټر پاڼه لیکلي چې د عارف وزیر د وژنې په هکله باید جدي څېړنې ترسره شي او د هغه وژونکي وپېژندل شي او قانون ته وسپارل شي.

د رپوټونو پربنسټ عارف وزیر د وزیر کورنۍ اتم غړی دی چې وژل کېږي.

شریک یي کړئ