یو لوړپوړی حکومتي پلاوی چې د پکتیا پر امنیه قومندانۍ د طالبانو د وروستي برید د ویجاړۍ د کچې د ارزونې لپاره د پېښې ځای ته تللی، وايي چې ټاکل شوې په نېږدې راتلونکې کې دغې قومندانۍ ته نوې ودانۍ جوړه شي.
دغه پلاوی چې د ښارجوړونې د وزیر سید سعادت نادري په مشرۍ پکتیا ولایت ته تللی، د اوښتې تاوان رپوټ چمتو او بیا به یې ولسمشر ته استوي، د دې لپاره چې ویجاړ شوي ځایونه بېرته ورغول شي.
ښاغلي نادري په اړه زیاته کړه:«موږ راغلي یوو چې د پکتیا ولایت د امنیه قومندانۍ لپاره یوه نوې ودانۍ جوړه کړو، د قوم مشران هر ځای چې په پام کې ونیسي موږ د هغوی پرېکړې ته درناوی لرو.»
په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا او مدني ټولنې غړي، له پلاوي غواړي، چې د امنیې قوماندانۍ تاسیسات دې د ولسي وګړو له مېشت ځایونو لېرې جوړ کړي. د دې لپاره چې په دا شان پېښو کې ولسي وګړو ته مرګ ژوبله وا نه وړي.
د پکتیا د ولایتي شورا رییس الله میر بهرامزي څرګنده کړه:«د پکتیا د امینه قومندانۍ ودانۍ باید له مېشت ځایو لیرې جوړه شي، د دې لپاره چې موږ شاهد وو کله چې پر پوځي ودانیو برید کېږي ولسي وګړو ته زیان رسېږي.د قومندانۍ ودانۍ باید له عمومي سړک څخه هم لیرې وي.»
د پکتیا والي شمیم خان کټوازی هم زیاتوي:«د پکتیا د امنیه قومندانۍ د ودانۍ کار به د دوو اوونیو په لړ کې پیل شي. دا د ګردیز د اوسېدونکو غوښتنه ده چې یوه نوې ودانۍ جوړه شي او موږ د دغې ودانۍ د ځای په اړه، نن پرېکړه کوو.»
د پکتیا د امنیه قومندانۍ تاسیساتو ته د زیان اوښتو سربېره، د پکتیا پوهنتون او د پوهنتون شپهغالی هم ویجاړه شوې دی.
لومړنۍ ارزونې ښيي، چې د تېرې سه شنبې ورځې په پېښه کې، یوازې خصوصي برخې ته شاوخوا اوه سوه زره ډالره تاوان اوښتی.