Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د پکتیا د برید د ځينو قربانیانو پېژاند له څرګند نه دی

د پکتیا له پرونۍ پېښې یوه ورځ وروسته، لا هم د پېښې په ځای کې لټون او د فربانیانو پېژندنه روانه ده. 

خو بریدګر څرنګه قومندانۍ ته دننه شوي، هغه پوښتنه ده، چې لا هم نه ده ځواب شوې.

دې رپوټ کې ګردیز کې د طلوع نیوز خبریالانو، د پېښې عیني شاهدانو او دولتي چارواکو سره خبرې کړي.

ګردیز کرا کرا خپل عادي حالت ته راستنېږي، خو د پېښې په سیمه کې اوضاع تراوسه بل ډول او زړه بوږنوونکې ده.

د ګردیز د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر نصیر علم‎یار وویل:«د زموږ د سوداګرو لپاره زښت زیات زیانونه اوښتي دي او کابو ۷ لکه ډالره زیان ورته رسېدلی دی.»

د قوم مشر احمد الله وايي چې د دغه موټر څلور واړه سپرلۍ د قوم مشران وو چې د والي د لیدو لپاره راغلي وو.

هغه وویل:«دوی ولسي وګړي وو، د قوم مشران دي، نه طالبان دي او نه هم په حکومت پورې تړاو لري، بې طرفه او د قوم مشران دي.»

په ورته وخت کې د حکومت اجرايي رییس عبدالله عبدالله چې پکتیا ته تللی وايي«تراوسه چې زه فکر کوم له سترو بریدونو څخه وه چې ترسره شو. نورې مسلې ډېرو څېړونو ته اړتیا لري.»

د کمانډو افسر احسان وايي:«زموږ یو پلان له سیمې بهر وه او بل یې دېننه په لومړي سر کې موږ ته لارښونه وشوه چې موږ دننه لاړ شو.»

د پکتیا پېښه چې حکومت هغه تر ټولو ستر ترهګریز برید بولي، ډېرې پوښتې یې راولاړې کړي دي چې مهمه یې دا پوښتنه ده، چې ترهګر له چاودېدونکو توکو څخه ډګو موټرو سره څه ډول د پکتیا قومندانۍ ته ننوتل.

شریک یي کړئ