Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د ځمکو پر غصب د ولسي جرګې د لومړي مرستیال تورنېدل

د ولسي جرګې غړی ‌ذکریا ذکریا د دغې جرګې په نننۍ غونډه (چهارشنبې د تلې پر ۱۹ مه) وویل چې د تېرې دوشنبې په ورځ له ۲۰۰ ډېر هېوادوال راغلي وو او ادعا یې کوله چې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د دوی ځمکې غصب کړې دي.

د جرګې دغه غړی، چې د اداري پلاوي له لورې د همدغې قضیې د ارزونې لپاره د پلاوی غړی هم دی، او د قضیې پر څېړنه ټینګار کوي.

ذکریا ذکریا په دې اړه زیاته کړه:«هغه کسانو چې شکایت کړی یو کمېسیون دې وګمارل شي د دوی ادعاګانې دې وڅېړل شي او که‎چېرې د دوی ادعاوې موثقې وي پارلمان یې د دوی له حق څخه دفاع وکړي ترڅو ټولنیز عدالت په پام کې ونیول او که‎چېرې د دوی ادعا غلطه وي باید دوی د قانون منګولو ته وسپارل شي.»

خو د ولسيې جرګې لومړی مرستیال دا تورونه چلوټۍ بولي او نه یې مني.

د ولسي جرګې لومړي مرستیال همایون همایون څرګنده کړه:«عدلي او قضايي ارګانونه شته او کولای شې د دغې موضوع په اړه له هغوی سره خبرې وکړي له هغې څخه پرته درې یا هم څلور میاشتې وړاندې همداسې یوه پېښې شوې وه چې ټولې رسنۍ په جریان کې دي ټولو مسایلو ته لمن وهل حل شول.»

یو سوداګر ادعاء کوي چې دده ځمکه له یوکال راپدې خوا کابل کې د ولسي جرګې لومړي مرستیال غصب کړې خو د ولسي جرګې لومړی مرستیال دا تورونه ردکړل.

سوداګر مولا محمد پیمان په دې اړه وايي:«تر ننه زموږ د ټول مارکیټ او هټیوالو څخه ځان ته پیسې غونډوي، موږ شرعي سندونه لرو.»

خو د ولسي جرګې یو  شمېر غړي دا تورونه حقوقي بولي او وايي، چې دغه تورونه دننه په ولسي جرګې کې د فساد پرضد د چوپې خولې پاتې کېدو له امله پورته شول.

د ولسي جرګې غړی عبدالرحیم ایوبي هم په ډاګه کړه:« تاسې نه شې کولای چې د همایون همایون په بدمانۍ سره د پارلمان د رییس او د دارالانشا د رییس تورنه پټ کړئ، څارنوالي شته همایون هم واستوی او د پارلمان رییس هم.»

په ولسي جرګه کې د کندهار د خلکو استازی لالی حمیدزی څرګندوي:«هر وکیل چې په غلا، چور او غصب کې لاس لري باید څارنوالۍ ته معرفي شي او هر وکیل چې له حکومت سره د جوال خوله نیولې هغه هم باید څارنوالۍ ته معرفي شي.»

خو د ولسي جرګې اداري پلاوی وايي، د خوندیتوب او امتیازونو کمېسیون به دغه تورنه په جدي توګه وڅېړي.

له دې مخکې د ولسي جرګې لومړي مرستیال د ولسي جرګې د دارالانشاء رییس پر فساد تورن کړی وو.

د ولسي جرګې یو غړی وایي چې د تېرې دوشنبې پر ورځ، له دوه سوو نه زیات پلازمېنوال، ملي شورا ته ورغلي وو او د ولسي جرګې لومړی مرستیال یې د ځمکو پر غصب تورن کړ.

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه