د افغانستان په شمال ختیځ کې واخان ولسوالي د هېواد یوه هېره شوې سیمه ګڼل کېږي. د واخان ولسوالۍ د کوچني او لوي پامیر سیمې د بدخشان ترټولو لیرې پرتې سیمې دي.
د ژمي په رارسېدو سره په پامیر کې د هېواد د نورو برخو په پرتله ډېره واوره اورېږي خو د دغې سیمې اوسېدونکي له پراخو ستونزو کړېږي.
د پامیر یو شمېر اوسېدونکي چې له ۱۸ ورځني سفره وروسته فیض اباد ښار ته رسېدلي وايي د ژوندانه په لومړنیو امکاناتو سره ژوند کوي.
د پامپر اوسېدونکی رحیمالله وايي:«تېر کال زموږ ډېری څاروي مړه شول.کهچېرې زموږ څاروي له منځه ولاړ شي ژوند موږ ته ستونزمن کېږي.»
د پامیر بل اوسېدونکی نوروزبیک هم وویل:«تېر کال د سړې هوا له امله کابو ۸۰ سلنه څاروي د بېلابېلو ناروغیو له امله له منځه ولاړل.»
له بلخوا د بدخشان د ولایتي شورا یو شمېر غړي دا مني چې د پامیریانو ژوند په مالدارۍ پورې تړلی او حکومت باید له دوی سره مرسته وکړي.
د بدخشان د ولایتي شورا غړي طلبالدین قادري څرګنده کړه:«تېر کال د پامیر خلک په واقعیت سره له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان وو چې ډېری څاروي یې له منځه ولاړ.کهچېرې په سږني ژمي کې دولت اقدام ونهکړي د پامیرانو ستونزې به زیاتې شي.»
که څه هم د بدخشان د کرنې ریاست د سړې هوا له امله د پامیریانو د څارویو له منځه تلل مني خو زیاتوي د له منځه تللو څارویو شمېر زیات نه و.
د بدخشان د کرنې رییس سالم سايي زیاتوي ترهغه وخته چې د پامیر لارې ونه رغول شي د دغې سیمې د خلکو ژوند نهشي ښه کېدای.
ښاغی سايي زیاتوي:«هغه شمېرې چې د پامیر خلکو ویلي،په هغې کچه له منځه نه وو تللي؛کهچېرې ۱۰ سلنه هم ووایو بیا هم زیات دي،خو تر هغې چې د نښلوونکو لارو ستونزې حل نهشي هغوی ته د مرستو رسېدل به ستونزمن وي.»
دغه پامیریان له څو ورځو راهیسې په فیض اباد ښار کې دي او وايي ترهغه وخته چې حکومت د دوی ستونزو له هغې ډلې د لارو، روغتیايي ستونزو، د ښوونځیو او د خوراکي توکو د کمښت ستونزو ته پاملرنه ونهکړي خپلو کورونو ته به ستانه نهشي.
په دې اړه مو اندونه