Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د کابل د پولیسو په قومندانۍ کې ځانمرګی برید

د کابل د پولیسو د قومندانۍ په دننه کې د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې د کابل د پولیسو د قومندانۍ د دفتر آمر ډګروال محمد یاسین خان ووژل شوو او شپږ نور پوځیان ټپیان شول.

د کابل د پولیسو د قومندان جنرال ظاهر ظاهر وايي چې لوړنۍ څېړنې ښیي،هغه سړی چې له ځان سره یې چاودېدونکي توکې د پولیسو قومندانۍ ته یې راوړي وو، په پوځي جامو سمبال وو.

امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د کابل په ښارکې یوه چاودنه پېښه شوه ،د واټ ته څېرمه ځای پر ځای شوې ماین د ملي اردو د موټرو د تېردو په سیمه کې وچاودېد.

د کابل د قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رییس فرید افضلي وايي چې دغه چاودنه نن سهار د اوو بجو شاو خوا پولیسو د اتمې حوزې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو موټر له دغې سیمې څخه تېردل.

هغه زیاته کړه: چې لومړنۍ څېړنې ښایي چې په دغې چاودنه کې پوځیانو او ملکي وګړو ته زیان نه دي رسېدلی .

تر اوسه د بلواګرو طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې .

د دغې پېښې په تړوا د انځور لیدو لپاره دا ځای کېکاږې:

د کابل د پولیسو د قومندانۍ په دننه کې د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې د کابل د پولیسو د قومندانۍ د دفت

Thumbnail

د کابل د پولیسو د قومندانۍ په دننه کې د یو ځانمرګی برید په ترڅ کې د کابل د پولیسو د قومندانۍ د دفتر آمر ډګروال محمد یاسین خان ووژل شوو او شپږ نور پوځیان ټپیان شول.

د کابل د پولیسو د قومندان جنرال ظاهر ظاهر وايي چې لوړنۍ څېړنې ښیي،هغه سړی چې له ځان سره یې چاودېدونکي توکې د پولیسو قومندانۍ ته یې راوړي وو، په پوځي جامو سمبال وو.

امنیتي چارواکي وايي چې نن سهار د کابل په ښارکې یوه چاودنه پېښه شوه ،د واټ ته څېرمه ځای پر ځای شوې ماین د ملي اردو د موټرو د تېردو په سیمه کې وچاودېد.

د کابل د قومندانۍ د جنايي جرمونو د څېړنې رییس فرید افضلي وايي چې دغه چاودنه نن سهار د اوو بجو شاو خوا پولیسو د اتمې حوزې په سیمه کې هغه مهال رامنځته شوه چې د ملي اردو موټر له دغې سیمې څخه تېردل.

هغه زیاته کړه: چې لومړنۍ څېړنې ښایي چې په دغې چاودنه کې پوځیانو او ملکي وګړو ته زیان نه دي رسېدلی .

تر اوسه د بلواګرو طالبانو په ګډون هېڅ ډلې د دغې پېښې پړه په غاړه نه ده اخیستې .

د دغې پېښې په تړوا د انځور لیدو لپاره دا ځای کېکاږې:

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه