ځایي چارواکي وايي، دوه راکټه د پنجشنبې په ورځ د سهار ۱۱:۳۰ بجې د کابل هوايي ډګر په شمالي برخه لګیدلي.
د کابل هوايي ډګر مشر، یعقوب رسولي وايي دا دوه راکټه د کابل په هوايي ډګر په شمالي برخه کې د هوايي ځواک په ګدام غورځیدلي.
رسولي طلوع نیوز ته وویل، "دوه راکټونه د هوايي ځواک په ګدامونو غورځیدلي چې په ترڅ کې دواړو ګدامونو اور اخیستی دی. ایساف او افغاني اور مړه کوونکي د اور د مړه کولو په هڅو کې دي."
د رسولي په وینا، په ګدامونو کې د چورلکو پرزې وي.
تر دې دمه د مرګ ژوبلې په اړه کوم خبر نه دی ورکړل شوی.
طالبانو د برید پړه په غاړه اخیستې.
په دې اړه مو اندونه