د کورنیو چارو وزارت د جمعې په ورځ (د لیندۍ په ۹مه) د کابل حامد کرزي په هوايي ډګر کې د دوو چاق وړونکو له نیولو خبر ورکوي.
د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیال نصرت رحیمي وايي چې یو له دغو قاچاق وړونکو مېرمن ده. د هغه په وینا، هغوی غوښتل چې څه باندې ۱۰ کیلو ګرامه هېروین هند ته ولېږدوي.
ښاغلي رحیمي زیاته کړه چې دا قضیه تراوسه د کورنیو چارو وزارت د کشفي کارکوونکو تر څېړنې لاندې ده او ډېر ژر به ځينې نور کسان چې د هغه په وینا د دغه کار تر شاه لاس لري هغوی به هم ونیسي.
د کورنیو چارو وزارت د نیول شویو کسانو د پېژاند په اړه څه نه دي ویلي.