Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کرونا ویروس د خپرېدا په هکله د جنګي او ترهګرو ډلو سپارښتنې

په افغانستان کې ځینې جنګي ا ترهګرې ډلې هم فعالې دي، خپلو کسانو ته د کرونا ویروس د خپرېدا په اړه ګواښ کړی او له هغوی یې غوښتي چې په دې برخه کې روغتیايي سپارښتنو ته پاملرنه وکړي.

داعش یوه له دغو ډلو ده چې له خپلو کسانو یې غوښتي چې د کرونا ویروس له امله زیانمنو سیمو ته تګ راتګ ونه کړي.

ورته مهال طالبانو هم ویلي چې کرونا تراوسه د هغوی پر فعالیتونو اغېزه نه ده کړې؛ خو مني چې په افغانستان کې د ښکېلو لورو مرګ ژوبله په وروستیو ورځو کې کمه وه.

داسې رپوټونه هم شته چې د دغو ډلو ځينو قومندانو خپلو لاس لاندې کسانو ته د کرونا ویروس د خپرېدا د ناوړه پاپلو په هکله خبرداری ورکړی دی.

د ولسي جرګې د کورني امنیت کمېسیون رییس خان اغا رضايي په دې اړه وايي:«دا پیغام چې دوی خپلې ډلې او یا هم کسانو ته صادر کړی، کېدای شي چې د تاوتریخوالي د کمښت په اړه مثبت وي.»

د شنبې او یکشنبې ورځو کې د جنګي پېښو په اړه د کورنیو چارو وزارت شمېرې هم، د تېرو ورځو په پرتله کمې وې.

د کورنیو چارو وزارت د ویاند مرستیاله مروه امیني په دې اړه وايي:«په تېرو ۲۴ ساعتونو کې، طالبانو د هېواد په ۱۶ ولایتونو کې د امنیتي ځواکونو او افغان مُلکیانو په وړاندې ترهګریز بریدونه ترسره کړي. چې په پایله کې یې پنځه تنه مُلکیان او پوځيان شهیدان شوي او ۱۹ تنه نور ټپيان شوي دي.»

کندوز هغه ولایت چې په دې وروستیو کلونو کې د افغانستان د هرې بلې برخې په پرتله ډېر د جګړو شاهد دی، له څو ورځو راهیسې ارام دی. لکه څرنګه چې د دغه ولایت اوسېدونکي غواړي چې له دغې ارامۍ څخه په استفادې پولیس نورو پېښو لکه انسان تښتونې ته چې په دې وروستیو اوونیو کې په کندوز ښار کې زیاتې شوې دي پاملرنه وکړي.

د کندوز امنیه قومندان رشید بشیر په دې اړه وویل:«پولیس له خپلې ټولې توانۍ چې لري یې، یوه خوا د جبهې په لومړۍ کرښو کې، د هېواد او د افغانستان د خلکو له عزت د دفاع لپاره جنګېږو او بل خوا زموږ ژمنه همدا ده او دې ته ژمن یوو چې باید قانون تطبیق کړو.»

د کندوز د ولایتي شورا مرستیال صفي الله امیري په دې اړه وویل:«په ۱۶ ولایتونو کې بریدونه کېږي، موږ یوازې شپږ تنه شهیدان لرو؛ خو په کندوز کې کله چې په یوې شپه کې برید کېږي، موږ کابو ۲۳ تنه شهیدان لرو.»

د کرونا ویروس دم ګړۍ د افغانستان په ګډون د نړۍ په ۱۱۰ هېوادونو کې خپور شوی او د څه باندې پنځه زره تنو ژوند یې اخیستی.

د امریکا او طالبانو ترمنځ د سولې هوکړه لیک له لاسلیک مخکې په افغانستان کې یوه اوونۍ د اورکم پېر عملي شو، خو د هوکړه لیک له لاسلیک وروسته طالبانو بېرته پر دولتي ځواکونو بریدونه پيل کړل.
 
طالبان می‌گویند که هنوز کرونا بر فعالیت‌های آنان اثر نگذاشته است؛ اما می‌پذیرند که تلفات طرف‌های درگیر در افغانستان در چند روز اخیر رو به کاهش بوده‌است.

شریک یي کړئ