د کندهار ولایت سیمهييز چارواکي وايي چې د والي رسنیز سلاکار، غفور فېروز نن( یکشنبې دغويي۱۷مه) د دې ولایت په نهمه حوزه کې د ناپېژاندو وسلهوالو لهخوا وژل شوی دی.
د کندهار د والي ویاند، صمیم خپلواک ددې خبر په تائید سره زیاتوي چې پېښه په نجیب نیمرو سیمه کې رامنځته شوې ده.
تر اوسه کومې دلې د دې وژنې مسوؤلیت نه دی منلی.
د ښاغلي فېروز ورور، زبیر پژواک خبري آژانس ته ویلي دي چې ورور یې کور ته نېږدې کله چې د کار پر لور روان وه، وژل شوی دی.
دی زیاتوی چې دوه موټر سایکل سپرو سهار ۸ بجې پر ښاغلي فېروز برید وکړ.
د والي ویاند، خپلواک ویلي دي چې ښاغلي فېروز له یوه کال راهیسې د کندهار د والي رسنیز سلاکار په توګه کار کاوه.
دی زیاتوي چې پولیسو په دې اړه څېړنې پیل کړې دي.
ښاغلی غفور فېروز دیني عالم او د څو کتابونو لیکوال وه.