Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

د کورنیو چارو وزارت د کابل د امنیتي حوزو نوي امران معرفي کړل

د کورنیو چارو وزارت نوي کسان د کابل د امنیتي حوزو د امرینو په توګه معرفي کړل. د کورنیو چارو وزیر وایي دا کسان د ازموینې له ورکولو وروسته د امنیتي حوزو دامرینو په توګه ګمارل شوي دي.

ښاغلی برمک له هغو افسرانو چې په دغو دندو ګمارل شوي غواړي پر پولیسو د خلکو باور زیات کړي.

د کورنیو چارو وزارت ویس احمد برمک په دې اړه څرګنده کړه:«دا ژمنو مو کړې وه چې له ډېرو مسلکي لارو چارو په استفادې سره به د کورنیو چارو په وزارت کې به اصلاحات رامنځته کړو.»

هغه افسران چې په دې ازموینه کې بریالي شوي ژمنه کوي چې د پلازمېني د امنیت د ښه کېدو لپاره به هېڅ راز هڅې ونه سپموي.

د کورنیو چارو وزیر دغو ۹۳ افسرانوته چې تازه کابل کې په بېلا بېلو پوسټونو وګمارل شول ګواښ کوي چې کار کړنې به يي وڅاري او د بې غورۍ په صورت کې به له دندې ګوښه کړل شي.

ښاغلي برمک وویل:«خلک چې تاسې په خپل منځ کې  وویني، هغه وخت د ډاډ احساس کوي. له همدې امله دی چې پولیس له خلکو سره دي او خلک هم له پولیسو سره؛ دا اړیکه رامنځته کړئ!»

له دې سره جوخت د دغو افسرانو یو شمېر د کورنیو چارو وزارت له مشر تابه غواړي چې له دوی ملاتړ وکړي.

د کابل ښار د پولیسو د لسمې حوزې نوی معرفي شوی امر بسم‎الله تابان وايي:«موږ په ځلونو د دې شاهد وو چې د کابل حوزې او امران د خپلو کمبوداتو په اړه په ځلونه خپل غږونه پورته کړي، خو هېڅ ډول امکانات ورته ورکړل شوي نه دي.»

د کابل ښار د څلورمې حوزې امر سیدخالد حق پرست څرګندوي:«هیله لرو چې د نوي پرسونل له راتګ سره، د کابل په امنیتي وضعیت کې په ټولیزه توګه بدلون راشي.»

خو له دغو افسرانو یې یو نیوکه کوي چې نوموړی په دې ازموینه کې بریالی شوی وو خو اوس يې نوم له نوملړ څخه ایستل شوی دی.

هغه وايي:«له ما څخه هم ازموینه واخیستل شوه او تایید هم شوم او ۶۴ نمرې مې هم ترلاسه کړې؛ اوس زما نوم په نوملړ کې نشته. سبا یې زه را وغوښتم او وې ویل چې بریالی یې!»

د کورنیو چارو وزارت د امنیتي حالاتو او له فساد سره د مبارزې په برخه کې طرحې جوړې کړي چې  له دغو طرحو يې د پلازمېنې په ځينو حوزو کې د ځوان افسرانو ګمارل دي.

وبه لیدل شي چې د دغو نویو څېرو له راتلو سره په کابل کې به امنیت ټینګ شي که نه!

۹۳ ځوانان افسران چې د کورنیو چارو وزارت ورڅخه په دوه پړاونو کې ازموینه اخیستې او د کابل په حوزو کې د امرینو، مرستیالانو، امر جنایي او د کشف په پوسټونو وګومارل شول.

شریک یي کړئ