Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ګډ عمل پروګرام په اړه د ابوظبۍ هوکړه

د افغانستان، امریکا، سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په څلور اړخیزه غونډه کې له طالبانو سره د مخامخ خبرو اترو او اوربند په تړاو بحث وشو.

د ولسمشر د ملي امنیت سلاکار دفتر وايي ددغو هیوادونو د مشرانو تر هوکړې وروسته به د عمل پروګرام پیل شي. اخوا د امریکا د بهرنیو چارو وزارت دا غونډه د افغانستان د سولې لپاره اغیزناکه بولي.

په ابوظبۍ ښار کې د افغانستان، سعودي عربستان، عربي متحده اماراتو  او امریکا متحده ایالتونو څلور اړخیزه غونډه په دغو هوکړو سره پایته ورسېده .

د ملي امنیت شورا ویاند، قادر شاه وايي:« په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره مبارزه، د سولې پر خبرو ټینګار او سیمه ییزې همکاریو ټینګار شوی دی او د عمل پروګرام له ډېرو بحثونو وروسته تائید شو او وروسته له تائید څخه د دې هېوادونو له مشرانو لخوا پلی کېږي.»

 په دې غونډه کې د سویلي آسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال ګډون کړی وه .

د امریکا بهرنیو چارو وزارت  د افغان سولې د بهیر له پرمختګونو خوشبین بريښي او وایي چې د سویلي آسیا په برخه کې د امریکا د بهرنیو چارو د وزیر مرستیال قطر ته هم د افغان سولې د خبرو لپاره سفر کړی دی .

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د سویلي آسیا لپاره استازې، الیس ویلز وویل:« زموږ جګپوړي استازي د افغانستان له وضعیت سره د قطر د همکاریو په تړاو خبرې کړي دي او قطر یو مهم او ارزښتناک همکاری دی چې د افغان ځواکونو په ښوونه او روزنه کې یې مرسته کړې ده ؛هغه ښې لیدنې لرلې دي او هلته یې د تګ یو لامل دا و چې د افغانستان د سولې په بهیر کې د قطر دولت له ملاتړه مننه وکړي.»

له دې ټولو سره سره په دې څلور اړخیزه غونډه کې د افغان سولې او دغه راز اوربند په تړاو هم خبرې شوي دي.

د ملي امنیت شورا ویاند، قادر شاه زیاتوي:« په دې ناسته کې له مخامخ خبرو اترو ترڅنګ د اوربند ملاتړ شوی دی. ویل شوي چې دا ناستې به پر یوې پروسې بدلې شي.»

په دې څلور اړخیزه غونډه کې هوکړه شوې ده چې سعودي عربستان او متحده عربي امارات د افغانستان د سولې له بهیر سره د مرستې په موخه، پر پاکستان  سیاسي، مذهبي او اقتصادي فشارونه راوړي.

د ولسي جرګې غړی، صادقي زاده نیلي په دې اړه وايي:«د سعودي عربستان او عربي متحده اماراتو په شان هېوادونه کولی شي چې د سیاسي او مالي پلوه پر پاکستان فشارونه زیات کړي.»

 په دې څلور اړخیزه غونډه کې هوکړه شوې ده چې دا غونډه به په راتلونکې کې هم دوام ولري؛ ټاکل شوې ده چې بله دا غونډه درې میاشتې وروسته جوړه شي خو تر اوسه ددې غونډې ځای څرګند شوی نه دی.

شریک یي کړئ