Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د یوه مخابراتي شرکت د ۴ تنو وژل شویو کارکوونکو کورنۍ د عدالت غوښتونکي دي

په هرات ولایت کې د یوه مخابراتي شرکت د څلورو تنو وژل شویو کارکوونکو کورنۍ عدالت غواړي. هغوی وايي چې حکومت باید د هغوی د عزیزانو وژونکي ونیسي او د قانون منګولو ته وسپاري.

د اتصالات د مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي تېره اوونۍ د ناپېژندل شویو وسله‎والو کسانو له‎خوا برمته شول او د پنجشنبې ورځې له غرمې وروسته‎یې مړي ترلاسه شول.

په ورته وخت کې د هرات پولیس وايي چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه نیول شوي دي.

د اتصالات مخابراتي شرکت څلور تنه کارکوونکي چې د تېرې اوونۍ د یکشنبې په ورځ د یوه مخابراتي آنتن د پایې د جوړولو لپاره د هرات ولایت ګذرې ولسوالۍ ته تللي ول د دولت د ناپېژندل شویو کسانو له‎خوا لومړی برمته شول او بالاخره د پنجشنبې په مازیګر د هغوی له‎خوا دغه څلور تنه ووژل.

د دغو قربانیانو کورنۍ وايي چې ناپېژندل شویو وسله‎والو کسانو د دغو څلورو تنو ځوانانو د خوشې کولو په بدل کې ډېرې پیسې غوښتې وې.

د یوه تن وژل شوي کس ورور څرګنده کړه: " موږ یوازې د هغوی په نیولو بسنه نه‎کوو، بلکې باید اصلي وژونکي ونیول شي او همداراز د قانون منګولو ته وسپارل شي".

د دغو وژل شويو کسانو یو تن بل خپلوان احمدالله زیاته کړه: " موږ له دولت څخه عدالت غواړو چې د دغه ډول ترهګریزو فعالیتونو مخه ونیسي او هغه کسان چې نیول کېږي؛ باید د هغوی په وړاندې قانون پلی شي".

په ورته وخت کې د هرات پولیس وايي چې د دغې پېښې په تړاو څلور تنه کسان نیول شوي دي.

د هرات د پولیسو قوماندان جنرال عبدالمجید روزي څرګنده کړه: " د هرات پولیسو د دغې موضوع په تړاو څلور تنه نیولي دي او ډېر ژر د دغو څلورو تنو ولسي وګړو اصلي وژونکي نیسو او د قانون منګولو ته‎یې سپارو".

په هرات ولایت کې د یوه مخابراتي شرکت د څلورو تنو وژل شویو کارکوونکو کورنۍ عدالت غواړي. هغوی وايي چ

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه