Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

د ۱۱ رایې ورکوونکو د ګوتو پرې کوونکی طالب قومندان ووژل شو

د کورنیو چارو وزارت په په یوې خبرپاڼه کې وویل، د ملا شیر آغا په نوم هغه طالب قومندان چې دری ورځې مخکې یې د هرات په ولایت کې د ۱۱ رایو ورکوونکو نه ګوتې پرې کړې وې، د افغان امنیتي ځواکونو په عملیاتو کې ووژل شو.

یاد عملیات د هرات په رباط سنګي ولسوالۍ کې تر سره شوي.

خبرپاڼه زیاتوي، "تیره ورځ په هرات ولایت کې د عملیاتو په ترڅ کې د وسلوالو قومندان ملا شیر آغا او د هغه یو جنګیالی ووژل شول، دوی دواړه په هرات ولایت کې د ۱۱ رایو کوونکو د رنګ شویو ګوتو په پرې کولو تورن ول."

د کورنیو چارو د وزارت په وینا یو بل جنګیالی چې په همدې پیښه کې تورن دی ټپي شوی او دا مهال د د ځواکونو لخوا نیول شوی دی.

په عملیاتو کې پولیسو ته مرګ ژوبله نه ده اووښتې.

طالبانو خلکو ته ګواښ کړی وو چې په ټاکنو کې دې برخه نه اخلي، خو له دې سره سره د لومړي پړاو په څیر په ټاکنو کې ملیونونو کسانو برخه اخیستې وه.

د شنبې د ورځې د ټاکنو د راېې ورکوونې بهیر د طالبانو د بریدونو سره سره چې شاوخوا پڼځوس کسان پکې ووژل شول، په نسبي توګه سوله ایز بلل شوی.

د ولسمشرۍ دواړو نوماندانو اشرف غني احمدزی او عبدالله عبدالله دا هوډ لري چې له امریکا سره به دوه اړخیزه تړون وتړي، د کوم له مخې به چې له ۲۰۱۴ نه وروسته د امریکا نږدې ۱۰۰۰۰ سرتیري په افغانستان کې پاتې کیدو ته په قانوني توګه اجازه ولري.

د کورنیو چارو وزارت په په یوې خبرپاڼه کې وویل، د ملا شیر آغا په نوم هغه طالب قومندان چې دری ورځې م

شریک یي کړئ

په دې اړه مو اندونه