سرچینې طلوعنیوز ته وايي چې د ډیورنډ کرښې تهڅېرمه د زابل ولایت «شملزۍ»ولسوالۍ ته اړوندو سیمو کې یو ډېر شمېر طالبان له امنیتي ځواکونو سره په جګړه بوخت دي.
د دغو سرچینو په وینا، دغه نښته تېره شپه (د زمري په ۱۲ مه)پیل او تر نن سهاره یې دوام درلود.
دغه سرچینې سرحدي پولیسو د ۱۵ سرتېرو له وژل کېدو او د یوه هاموې ټانګ او یوه رنجر له ویجاړېدو هم خبر ورکوي، او همدارنګه ټینګار کوي چې طالبانو یو هاموې ټانګ او یو رنجر له ځان سره بیولي دي.
د دغو سرچینو په وینا په دغو نښتو کې دوه تنه سرحدي پولیس هم ټپيان شوي دي.
د زابل دولتي چارواکو تراوسه دغه مرګ ژوبله تأیید کړې نه ده.