Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

فراه کې د دوه طالب قومندانانو په ګډون د دغې ډلې ۱۱ اورپکي وژل شوي

د ملي امنیت لوی ریاست په یوې خپرپاڼه کې چې د چهارشنبې په ورځ خپره شوې راغلي دي چې د دغه ریاست ځواکونو په فراه ولایت کې د دوو طالب قومندانانو په ګډون د دغې ډلې ۱۱ اورپکي وژلي دي.

د دغه ریاست په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دغه طالبان د بالابلوک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو پر یوه مرکز د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

 خبرپاڼه وړاندې کاږي په دغه برید کې د طالبانو دوه قومندانان مولوي عبدالرازق او مولوي محب الله وژل شوي دي.

ویل کېږي په دغو عملیاتو کې د طالبانو ځینې وسلې هم د امنیتي ځواکونو لاس ته ورغلې دي.

خو، طالبانو تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

د ملي امنیت ریاست په خبرپاڼه کې همدارنګه راغلي دغه طالبان د بالابلوک ولسوالۍ په اړوندو سیمو کې د طالبانو پر یوه مرکز د ملي امنیت ځواکونو د ځانګړو عملیاتو په پایله کې وژل شوي دي.

شریک یي کړئ