Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

زابل کې څلورو پوله‎ساتو ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی دی

د زابل ولایت سیمه‎ييز چارواکي نن(سې‎شنبې د وږي۷مه) وايي چې څلورو تنو پوله‎ساتو ځواکونو د طالب وسله‎والو د برید په پایله کې ۴ژوند له لاسه ورکړی دی.

دا پېښه تېره شپه هغه‎مهال رامنځته شوې ده چې یو شمېر وسله‎والو د یادو ځواکونو پر پوستې برید کړی دی.

 د شملزیو ولسوالۍامنیه قومندان، بادام ګل څرګنده کړې ده چې پېښه د یادې ولسوالۍ د رشید کلا سیمې په صفري سیمه کې رامنځته شوې ده.

دی وايي چې په دې پېښه کې یو وسله‎والو هم وژل شوی دی.

طالبانو تر اوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.

د زابل ولایت سیمه‎ييز چارواکي تائیدوي چې د طالب وسله‎والو په برید کې څلورو پوله‎ساتو ځواکونو ژوند له لاسه ورکړی دی

شریک یي کړئ