Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سرچینه:د میاشتو راهیسې په ارزګان کې د ملي پوځ څو اډې کلابندې دي

یوه سرچینه چې نه غواړي نوم یې په ډاګه شي طلوع نیوز ته وايي چې د زابل ولایت په ځینو برخو کې د ملي پوځ ځواکونه،له میاشتو راهیسې د طالبانو په کلابندۍ کې دي او نه‎شي کولای چې د ځمکې له لارې مرستې ترلاسه کړي.

دغه ملي پوځ دغه اډې،د دهراوود،چارچینو او همدارنګه ارزګان د مرکز په ځینو برخو کې موقعیت لري او د سرچینې په وینا یوازې کله ناکله د چورلکو په واسطه دغو اډو ته وسلې او خوراکي توکي رسوي.

د ارزګان له شپږو ولسوالیو څخه یوازې ګیزاب په بشپړه توګه د افغان ځواکونو په واک کې ده او معتبرې سرچینې طلوع نیوز ته وايي چې آن د دې ولایت د مرکز ترینکوټ لږ سیمې هم د طالبانو په واک کې دي.

دغه سرچینې وایي د هراوود ولسوالۍ په پُل چتو، د چارچینو په شهیدحساس او د ترینکوټ په مهراباد کې

چې ویل کېږي د ارزګان د والي د دفتر په پنځه کیلومترۍ کې پرته سیمه ده د ملي اردو درې مرکزونه له څو میاشتو راهیسې د طالبانو لخوا کلابند شوي دي.

له بلخوا ملي دفاع وزارت په دې باور دی چې په ارزګان کې له وروستیو عملیاتو وروسته په نوموړي ولایت کې امنیتي وضعیت ډېر بدل شوی دی.

د ملي دفاع وزارت د ویاند مرستیال محمد رادمنش په دې اړه په ډاګه کړه:«موږ د دهراوود اکمالات د ټرینګوټ له لارې ترسره کوو او په همدې حال کې، د شاه ولي کوټ ترمنځ لاره چې په کندهار کې ده،مخکې یې له تخنکي پلوه ستونزه لرله،دغه ستونزه اوس حل شوې ده.»

له بلخوا په ولسي جرګه کې د ارزګان ولایت استازي پر هغه څه چې د حکومت لخوا یې د دې ولایت وضعیت ته بې پامي بولي سخته نیوکه کوي.

د ولسي جرګې غړې ریحانه ازاد په دې اړه وايي:«په ارزګان کې دولتي ځواکونه له دې څخه پرته چې معاشونه یې په وخت ورکړل شي،له دې پرته چې امکانات یې په وخت ورسېږي،تل په مورچلو کې جنګېدلي او له دغه وطن څخه یې دفاع کړې ده؛خو له بده مرغه،کله څرنګه چې تمه کېږي،حکومت د ارزګان امنیتي وضعیت ته جدي پاملرنه نه کوي.»

د ارزګان د ولایتي شورا  پخوانی رییس امان الله هوتک چې له څو کلونو راهیسې یې په ارزګان کې دنده ترسره کړې او اوس هم دې ولایت ته تګ راتګ کوي د ارزګان د امنیت ټینګښت په دې ولایت کې د بهرنیو ځواکونو په فعالیت او له افغان پوځیانو د دوی په ملاتړ پورې اړوند ګڼي.

ښاغلي هوتک وویل:«کابو یوز او ۵۰۰ امریکايي سرتېرې د هېواد سوېل ته راځي او دا د خلکو روحیه پیاوړې کوي.ښه ده چې یو شمېر دغه ځواکونه ارزګان ته هم واستول شي ترڅو د یوې مودې لپاره هلته حضور ولري او د پوځي عملیاتو په پلان کې همکاري وکړي او د ځمکنیو لارو د خلاصون او د امنيتي وضعیت د ښه والي لپاره مرسته وکړي.»

د ځواکونو او وسلو کمښت هغه ستونزې دي چې د ارزګان استازي یې په نوموړي ولایت کې د ناامنیو اصلي لاملونه بولي.

خو ملي دفاع وزارت په ارزګان کې د پوځي عملیاتو د دوام خبره کوي او ټینګار لري چې په دغه ولایت کې امنیتي ننګونې په کمېدو دي.

شریک یي کړئ