Skip to main content
وروستي خبرونه
Thumbnail

سعودي عربستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې ناسته

سعودي عربستان کې نن(د غويي۳۱مه) له ترهګرۍ سره د مبارزې په موخه د اسلامي هېوادونو ناسته پیل شوه او ولسمشر غني هم دې ناسته کې د ګډون په موخه ورغلی دی.

ولسمشرۍ ماڼۍ وايي چې کابل به په دې ناسته کې له اسلامي هېوادونو وغواړي تر څو له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې مسوؤلیت‎ منونکي ووسي او له ترهګرۍ ملاتړي هېوادونه وپېژني.

د ولسمشر د ویاند دفتر سرپرست، شاه‎حسین مرتضوي وايي:«له ترهګرۍ سره مبارزې په برخه کې باید مسوؤلیت مننونکي ووسي، ځکه چې د یو شمېر هېوادونو ناغېړي د ترهګرۍ پراختیا لامل شوی دی.»

خو د ریاض ناستې په اړه د افغانستان ولسي جرګې غړي بیلابیل نظر لري، یو شمېر یې د ترهګرۍ مبارزې په ګټه بولي، خو نور بیا وايي چې دا ډول ناستې سمبولیکې دي.

دولسمي جرګې غړی، رمضان بشردوست څرګندوي:«په جګړې کې ټول ښکېل هېوادونه د ایران، امریکا، عربستان او انګلستان په ګډون له جګړې ګټه پورته کوي او له جکړې پرته موخې ته نشي رسېدی.»

همداراز بل غړی، سید علي کاظمي زیاتوي:«که د جګړې پایته رسولو او سولې په موخه هوډ وي نو په اسلامي هېوادونو کې ناستې به پایلې درلودی.»

ټاکل شوې ده چې د راتلونکې غبرګولې میاشتې په ۱۶مه کابل د سیمې په کچه د سولې ناستې کوربه‎توب وکړي.

د اجرائيه ریاست د ویاند مرستیال، جاوید فیصل وايي:«موخه دا ده چې د سولې لپاره په سیمه کې یوه اجماع رامنځته کړو او دا چې د سولې مالکیت د افغانستان حکومت په لاس کې وي.»

سره له دې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ په کچه ناستې شوې، خو تر اوسه یې کره پایله نه ده لیدل شوې.

سره له دې چې له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د نړۍ په کچه ناستې شوې، خو تر اوسه یې کره پایله نه ده لیدل شوې

شریک یي کړئ