Skip to main content
وروستي خبرونه
تصویر بندانگشتی

سند: باکو کې د افغانستان سفیر د ډپیلوماټانو د ورتګ مخنیوي هڅه کړې

د هغه لیک پر بنسټ چې طلوع نیوز هغه ترلاسه کړی، په باکو کې د افغانستان سفیر د اذربایجان له حکومته غوښتي دي چې اذربایجان ته د دغه سفارت د ځينو کارکوونکو مخنیوی وکړي.

د دغې لیک پربنسټ، په باکو کې د افغانستان سفیر په رسمي توګه د اذربایجان د بهرنیو چارو له وزارت څخه دا غوښتنه کړې ده.

د دغې غوښتنې په لړ کې انځورونه د دې ښودنه کوي چې د اذربایجان پولیسو په باکو کې د افغانستان د سفارت په مخکې د دغه سفارت کارکونکو او ډپیلوماټانو ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان سفارت ته ننوځي.

ځينې پخواني ډپيلوماټان، په اذربایجان کې د افغان سفیر دغه کړنه د ډپيلوماټیک دود پر خلاف ګڼي او وايي چې دا کار د افغانستان ملي ګټې او حیثیت ته به زیان ورسوي.

پخوانی ډپيلوماټ احمد سعیدي په دې اړه وايي:«د ولسمشر له خوا په بهرنیو چارو زوارت کې سیاسي او غیر مسلکي ګومارنو، له بدغه مرغه په نړۍ کې د بهرنیو چارو وزارت حیثیت او اعتبار یې تر پوښتنې لاندې راوستی دی.»

بل خوا د اذربایجان له سفارت نه سرچینې د ځینو سندونو په رالېږلو سره وایي چې په دغه هېواد کې د افغانستان سفیر د دندې له واکونو پر ناوړه ګټه اخیستنې او اختلاس له تورنېدو او د کابل د پلاوي له لوري د دې پېښې له څېړلو سره سره؛ د سفیر په توګه خپل کار ته دوام ورکوي.
 
په هند کې د افغانستان پخوانی سفیر شیدا محمد ابدالي په دې اړه څرګنده کړه:«دا مسله د کوربه هېواد په پرتله د افغانستان په بهرنیو چارو وزارت پورې تړاو لري د خواشینۍ ځای دی او موږ باید په سفارتونو کې داسې کسان ولرو چې ډپيلوماټیک اصولو باندې پوه وي.»

خو د بهرنیو چارو وزارت وایي چې د دې پېښې د څرنګوالي په تړاو څېړنې روانې دي.

د بهرنیو چارو وزارت ویاند ګران هېواد څرګنده کړه:«سفیر او جنرال کونسل واک لري چې د ځايي کارکوونکو په ګومارنې او د دندو په اړوندو مسایلو کې پرېکړه وکړي او دا په ټولو استازولیو کې یوه عادي او با قاعده چاره ده.»

دا لومړی ځل نه دی چې له هېواد نه بهر د افغانستان د ډېپلوماټانو تر منځ اختلافونه رامنځته کېږي. تر دې وړاندې په ایټالیا کې هم د افغانستان د سفارت د ډېپلوماټانو تر منځ د اختلافونو خبر خپور شوی و؛ ولسمشر له دغو اختلافونو وروسته په ایټالیا کې د افغانستان سفیر او د سفیر مرستیال له دندو لرې کړل.

دا لومړی ځل نه دی چې له هېواد نه بهر د افغانستان د ډېپلوماټانو تر منځ اختلافونه رامنځته کېږي.

شریک یي کړئ